سیمه ییز خبرونهکورني خبرونهنړیوال خبرونه

متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو غوښتي چې له کابل ماموریت ترسره کړئ

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر قطر کې د یو شمېر هېوادونو له استازو غوښتي چې کابل کې سفارتونه پرانیزئ

په دې ناسته کې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا استازو ګډون کړی و.‌

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې “ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د مختلفو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لیرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نژدې مشاهده کړي.‌”

د طالبانو له واکمنېدو وروسته سفارتونه تړل شوي

د یادونې ده چې د امریکا و بریتانیا په ګډون ګڼو هېوادونو نږدې دوه کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې خپل سفارتونه تړلي‌ او دمګړۍ له دوحې د چارسمبالو له لارې فعالیت کوي.‌

نور ولولئ: متقي: نړیوال دې پر سوداګرۍ محدودیتونه لرې کړي

دوی او د نورو هېوادونو استازي او دېپلوماتان که څه هم وخت ناوخت له طالب چارواکو سره ګوري، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغه هېوادونه وايي،‌ تر هغې چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ، بشري حقونه رعایت او په ځانګړې توګه د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګولي بندیزونه لغوه کړې نه وي، د رسمیت پېژندنې برخه کې یې پرمختګ ناشونی دی.

د طالبانو حکومتدارۍ کې بهبود شته؟

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، ښاغلي متقي د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د سې‌شنبې ورځې ناسته کې “د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.”

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د خزائنو عمومي رئیس نصرت الله محمود هم دې غونډه کې د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رییس ‘محمد عباس سامح’ د افغانستان په بانکي سکتور کې “د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو” په اړه مالومات شریک کړي.

نور ولولئ: متقي وايي د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري

همداراز د افغاني سرې میاشتې مرستیال “ملا نور الدین ترابې” هم د دې غونډې ګډونوالو سره خپلې اړتیاوې شریکې کړې.

تر دې مخکې دغې ټولنې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې ښاغلی ترابي “د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه” په رسمي سفر تللی دی.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button