افغانستان

متقي: له الکساندر متیو سره مې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې

اړوند خبرونه:

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالو فدراسیونونو له یو چارواکي، الکساندر متیو سره په کتنه کې د هیواد لرې پرتو سیمو ته د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې د جدې ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې د بشري مرستو او روغتیايي خدماتو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي متقي په دې کتنه کې غوښتي چې د هېواد لرې پرتو سیمو مرکزونو ته دې اړین خدمات وړاندې شي.

په اعلامیه کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون له قوله ویل شوي چې دې سازمان په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د زړه د ناروغیو لرونکو ناروغانو په درملنه کې د یاد فدراسیون د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو کم‌لاسرسی د هېوادوالو جدي اندیښنه ګرځیدلې ده.

تر دې مخکې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ۷۲ سلنه خلک اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button