نړیوال خبرونه

متقي : هیله مند یو چې نړی به اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني.

نړۍ به اسلامي امارت په رسمیت پیژني

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امـیر خـان متقـي ډاډ ورکوي چې نړۍ به بالاخره د اسـلامـي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي په هرات کې د پولیسو فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د نړۍ له لوري د سرپرست حکومت  د رسمیت پېژندلو په برخه کې د خلکو ملاتړ خورا اړین دی. د هغه په خبره د خلکو له ملاتړ پرته، هېواد کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي: «دنیا به اخر دې ته راځي چې هم به تا په رسمیت پېژني، هم به تا سره تعامل کوي او هم به له تا سره راشه-درشه زیاتوي

نور یی ولوله | خلیلزاد: طالبان باید د افغانانو د ژوند اصولو ته ژمن پاتې شي

نور یی ولوله | امریکا د افغانانو لېږد کې د قطر د رول ستاینه کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دلته د څه باندې پنځه سوه پولیسو د فراغت په مراسمو کې د امنیتي ځواکونو مسلکي توب ته خوشبین دی. ښاغلی متقي زیاتوي: «نړۍ حیرانه ده چې یوه اردو او پولیس چې شل کاله د یرغلګرو پر وړاندې په غرونو او دښتو کې په جهاد بوخت و، کله چې ښار ته دننه کېږي، په منظمو پولیسو او ادرو تبدیلېږي

د پولیسو د روزنې قوماندان

دا تازه دمي ځواکونه له نظامي زده کړو وروسته هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې په دندو ګومارل کېږي. د لوېدیځې حوزې د پولیسو د روزنې مرکز قوماندان محمد اسماعیل هدایت وايي: «موږ تاسو ټولو ته ډاډ درکوو چې یونېفورم به هم رارسېږي او په بازار کې به ټول مجاهدین، هر ارګان خپل مشخص یونېفورم کې په پوستو کې د قطعاتو ساتنه کوي..

د پولیسو سرتېری عبدالله زیاتوي: «کله چې نظامي او غیر نظامي وپېژندل شي، له دې سره به غله او اختتاف‌ګر ورک شي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له دغو تازه دمو ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره نیک چلند وکړي. د نوموړي په خبره، د خلکو له ملاتړ پرته د امنیت ټینګښت ناشونی دی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button