لوبې خبرونه

محمدنبي، راشد او مجيب الرحمان هم تمرينات شروع کړل

محمدنبي، راشد او مجيب الرحمان هم تمرينات ترسره کړل.د افغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور پلیران راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم په دوبی کې له ټیم سره يو ځاى شوي او پرون يې له لوبډلې سره ګډ تمرينات هم شروع کړل.

دادرې واړه پلیران د اسټراليا بيګ باش ليګ کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل، چې څو ورځې وړاندې له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته تللي دي.د کورونا په دې وخت کې، د نړۍ په هېواد کې لوبغاړي د لوبو نه مخکې د څو ورځو لپاره کرنټين کېږي، چې دوى هم د کرنټين پاى ته رسېدو وروسته نن د ملي لوبډلې د نورو لوبغاړو سره تمرينات ترسره کړي دي.او هلته به د څوورځو نورو لپاره هم پاتې شي.تر راروانو لوبو نور هم ښا تیاری ولري.

افغانستان له ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ به لومړۍ لوبه د جنورۍ په ٢١مه، دويمه لوبه د جنورۍ په ٢٤مه او دريمه لوبه د جنورۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.ویل کیږي چې دغه لوبو ته عام وګړي هم ډېر په تمه دي.

دا مېچونه د ملي سپورټ له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او د کاردان پوهنتون يې د ټايټل سپانسر دى.افغانستان کې هم خلک ورته ډېر په تمه دي.دوی وای چې څومره ژر کیږي دغه لوبې پیل شي او عام وګړي به ورته د نورو کارونو نه ځان رااوزګار کړي او دا لوبې به اوګوري.

محمدنبي، راشد او مجيب الرحمان هم تمرينات شروع کړل
محمدنبي، راشد او مجيب الرحمان هم تمرينات شروع کړل

هېره دې نه وي چې افغان پلیران هر وار ښه په مورال کې وي او دا وار د کرنتین نه وروسته ډېر وخت لوبه نده کړې نو ښای دا ځل ورته لوبه کول لږ پيچلې وي اوپه اسانی به ورکې بریا تر لاسه نه کړي خو که بیا که ځینې پلیران اوګورې نو لکه راشد اونبي نو ښای دوی ښه پر فامنس شو کړي پکې.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button