لوبې

محمد حفیظ: له تقاعد وروسته مې اوس ټول پام لیګ کرکټ ته دي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړی محمد حفیظ وايي، له تقاعد وروسته یې اوس ټول پام لیګ کرکټ ته دي.

نوموړي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي چې د عمان کرکټ ليګ کې به برخه اخلي او هلته به دوه لوبو له لوبولو نه پس پي ايس ايل کې لوبوي.

دغه پخواني توپ وهونکي ویلي، زما ټول پام اوس لیګ کرکټ ته دی او زه د خپل فارم او فټنس ساتلو لپاره سخت کار کوم او د شاهین افریدي د لوبډلمشرۍ په اړه وایي، چې هغه یو ځیرک او پوه لوبغاړی دی او ښه لوبډلمشر ترې جوړېدلی شي.

هغه د پي ایس ایل په اړه ویلي، چې ټولو لوبډلو ښه لوبغاړي غوره کړي دي او لاهور قلندر ښه چټک توپ اچونکي لري. هغه زیاته کړې، چې په پي ایس ایل کې د ډګر ساتنې په برخه کې کار کولو ته اړتیا ده او په شل اوریزه کرکټ کې ښه ډګر ساتنه د ګټلو چانس زیاتوي.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

محمد حفیظ دا هم ویلي، غوره ده چې د کورونا له امله نور د لوبې میدان بند نه کړو، ځکه چې د لوبغاړو په ګډون منتظمین د یاد وایروس له وضعیت څخه ښه خبر دي، د کرکټ بورډ ښه تګلاره به پی ایس ایل بریالی کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button