لوبې خبرونه

محمد نبی لا هم خپلې کورنی سره دی

محمد نبی لا هم خپلې کورنی سره دی دافغانستان کرکټ ملي ټيم تجربه کاره الراونډر پلیر محمد نبي چې له اى پي ايل څخه هېواد ته راستون شوى، خپل ټول وخت يې خپلې فامیل ته ځانګړى کړى دى او تراوسه پورې اسټراليا ته سفر ندی کړی.

ښاغلی نبي چې په نړيوالو ټي ټونټي لوبو کې د نړۍ لومړى غوره الراونډر دى او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې بيا دويم غوره الراونډر مقام خپل کړی .هغه د اسټراليا په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې سږکال ورسره يادې لوبډلې يو ځل بيا هم تړون کړى دى.محمد نبي چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، سږکال نوموړي ته په ډېرو لوبو کې د لوبېدو چانس ور نه کړل شو او يوازې يوه لوبه کې ولوبېد .

محمد نبی لا هم خپلې کورنی سره دی
محمد نبی لا هم خپلې کورنی سره دی

د IPL له ختمېدو وروسته هغه بېرته افغانستان ته راستون شو او خپل ټول وخت يې خپلې کورنۍ ته ځانګړى کړى دى. د هغه عکس چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى، پکې ليدل کېږي چې د خپلو ماشومانو سره يو ځاى دى.د محمد نبي له خپلو ماشومانو سره دا عکس د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې هم خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي.


د يادولو وړ ده چې بيګ باش سياليو کې چې کوم لوبغاړي لوبېږي، هغه به اسټراليا ته له رسېدو وروسته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين کېږي، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان څو ورځې وړاندې اسټراليا ته تللى دى او اوس هلته کرنټين دى.

همدا رنګه محمد نبي هم ښايي په راتلونکو دوه ورځو کې اسټراليا ته لاړ شي، ځکه چې د بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېدونکي دي.همدا راز په دې سياليو کې مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي، خو د هغوى د تګ په اړه هم تراوسه پورې کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button