مسکو او تهران: افغانستان کې هر بدلون زموږ تر څار لاندې دی

عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه ګډ خبري کنفرانس کې له سرګي لاوروف د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره ویلي چې د افغانستان بدلونونه د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړې اهمیت لري.
دغه ناسته چې (سهشنبه، د حوت ۷مه) په تهران کې ترسره شوه د افغانستان د وضعیت په اړه د دواړو هېوادونو د خبرو او همکارۍ د دوام ټینګار وکړ.
ښاغلي عراقچي وویل: «موږ پلان لرو چې په دې اړه لا زیاتې مشورې ولرو.»
په همدې حال کې سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، هم په دې ناسته کې تایید کړه چې ایران او روسیه د «مسکو فورمټ» په چوکاټ کې همکاري لري او د چین او پاکستان ترڅنګ، د افغانستان د وضعیت په اړه ګډې مشورې کوي.
ایران او روسیه د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له هغوی سره خپلې اړیکې پراخې کړې او په تهران او مسکو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي دي.
سره له دې، تر اوسه پورې هېڅ یو له دې دوو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او څو ځله یې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په دې خبري ناسته کې، عراقچي همدارنګه ټینګار وکړ چې ایران به د واشنګټن د اقتصادي او سیاسي فشارونو لاندې، له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې ونه کړي.
هغه وویل: «تر هغه وخته چې د ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار سیاست پرځای وي، تهران به له واشنګټن سره خبرې ونه کړي.»
هغه زیاته کړه چې ایران او روسیه د ایران د اټومي دوسیې په اړه هم نږدې مشورې لري او د دواړو هېوادونو حقوقي، سیاسي او کارپوه ټیمونه په دوامداره تماس کې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي او هڅه کوي تهران د خپل اټومي پروګرام د درولو لپاره تر فشار لاندې راولي.