کورني خبرونه

مسکو د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي

 مسکو مسکو

مسکو د افغانستان په باره د نړیوالې غونډې کوربتوب کوی  د طالبانو استازي هم ور بلل شوی

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي مسکو به د روان اکتوبر میاشتې په شلم تاریخ د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي

کابلوف  ویلي دې ناسته کې د افغان طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. ښاغلي کابلوف د دې ناستې به باره نور جزئیات نه دي ویلی او دا هم معلومه نه ده چې نور کوم هېوادونه به پکې شاملیږی. د افغان طالبانو یو ویاند په دې تړاو ویلی په دې اړه معلومات کوي او وروسته به جزئیات شریک کړي. روسي چارواکو داسې مهال دې ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره کړې چې مسکو لا هم افغانستان کې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

featured 5

په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پنجشنبه له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان حالت په باره تیلیفوني خبرې کړې دي یاده دې وي چې روسیه سیمه کې د امنیتي حالت په باره اندېښنې لري او دې وروستیو کې یې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله پوځي  ډېر کړی دی . د افغانستان واکمنیدو وروسته دا به اول ځل وي چې د افغان طالبانو استازي د هېواد برخلیک او خالاتو په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي. د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو ویلي د طالبانو کړنو او تګلارو ته به ګوري او وروسته به فیصلی کوي چې په رسمیت وپېژندل شي او که نه. یاده دې وي چې تېره مارچ میاشت کې هم مسکو کې د افغانستان په   باره  ټرویکا  هېوادونو ناسته شوې وه، چې پکې د روسیې سربیره د چین، امریکا او پاکستان استازو هم ګډون کړی وو

دا هم ولولئ | ایفون دیارلس کومې ځانګړتیاوې لري؟

دې هېوادونو هغه وخت په یوځای اعلامیه کې ویلي وو  افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت به ورته د منلو نه وي. خو روسیه یو له هغو هېوادونو دی چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو را دیخوا یې دې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلې دي. همدا راز پاکستان او چین هم کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او طالبانو سره غیر رسمي خو نږدې اړیکې لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button