سیمه ییز خبرونه

معترضې مېرمنې، رینا امیري د طالبانو لابي‌ګره بولي

لاریون کوونکو مېرمنو پر رینا امیري د طالبانو د لابي کوونکې تور پورې کړ

په کابل، بدخشان او اسلام اباد کې یو شمېر لاریون کوونکو مېرمنو له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانانو د ټینګار په اړه د امریکا د متحدو ایالاتو د استازې رینا امیري پر څرګندونو اعتراض وکړ او هغه یې د طالبانو لابیګره یاده کړه.

دوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دوحه کې د هېوادونو د سیاسي استازو او طالبانو غونډه د اعتراض کوونکو ډلو له شتون پرته د منلو وړ نه ده.

د رینا امیري له لوري له طالبانو سره د تعامل غوښتنه

د افغانو ښځو، جونو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالب چارواکو سره د لیدنې په اړه په خپل ټویټ کې لیکلي وو: «د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای طالبانو سره خبرو ته کېناستم».

نور ولولئ: له افغان ښځو سره تبعیضي چلند؛ په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي

د افغانستان د ښځو پیوستون غورځنګ د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۱۱مه) په یوه بیان کې د رینا امیري څرګندونې (بې اساسه) وبللې او رد یې کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان د ښځو پیوستون غورځنګ د ښځو د بشري حقونو پر غوښتنې یو ځل بیا ټینګار کوي او د طالبانو له رژیم سره هر ډول تعامل د ښځو له حقونو سره خیانت ګڼي.”

په سکوت کې اعتراض

دغه راز په پاکستان کې مېشتو افغان مېرمنو د چهارشنبې په ورځ د «په سکوت کې اعتراض» تر عنوان لاندې په یوه احتجاجي کنفرانس کې د رینا امیري د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود. دوی په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې “د طالبانو د ډلې ښځینه لابيګرانې په هېڅ ډول د افغان ښځو استازي نه دي.”

دوی په خپل احتجاجي پیغام کې ویلي: “موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغان ښځو په استازیتوب له طالبانو سره اړیکه ونیسي.”

نور ولولئ: د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستو په اعتراض کې کابل کې د ښځو لاریون

دغو ښځو په لاريون کې خپلې خولې تړلې وې او د رينا اميري عکسونه يې سوځولي وو.

دغه راز د بدخشان د ښځو د خوځښت غړې هم په یوه بند ځای کې راټولې شوې وې، د رینا امیري په خبرو یې نیوکه وکړه او له هغې یې وپوښتل: (د ښځو په استازیتوب کومو ښځو او په ځانګړې توګه معترضو مېرمنو دا اجازه درکړې چې زموږ په نماینده ګۍ له طالبانو سره خبرې وکړئ ؟).

د دغه غورځنګ غړو د افغان ښځو، جونو او بشر حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د طالبانو لابیګره یاده کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button