نړیوال خبرونه

معصوم ستانکزی: د روانې اوونۍ تر پایه د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه تر سره کیږي

معصوم ستانکزی: د روانې اوونۍ تر پایه د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه تر سره کیږي دحکومت مذاکراتي ټيم ریس ښاغلی ستانکزی وايي، د خپلمنځي مذاکراتو پلاووپه دوحه کې ناستې کړې دي او د روانې اوونۍ تر اخېره ښايي د اجنډا پر مهمو موضوعاتو باندې د بحثونو ترسره کېدو چانس برابرشي.

ښاغلي ستانکزی چې د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د سولې په چارو کې د دولت وزیر او نورو چارواکو سره یو ځای یې د ویډيويي کنفرانس له لارې په کابل کې د اروپايي هیوادونو له استازو سره خبرې کولې وویل، چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د اجنډا د ویشلو په اړه بحثونه روان دي چې تر توافق وروسته به د دواړو لورو تر منځ جدي خبرې تر سره شي.

په همدې مهال د بهرنیو چارو وزارت معین میرویس ناب ویلي، چې یاد وزارت هم د سولې د تامین په برخه کې هڅې کوي او په خبره يې، د دیني ډيپلوماسۍ له لارې زیار باسي بېلابېل لوري د روانې جګړې غندلو ته وهڅوي.یاده ناسته کې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې په دوحه کې د کابل شته مذاکراتي ټيم د جمهوریت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی او د جګړې د شدت کموالی او هر اړخیز اوربند هغه موضوعات دي، چې د یاد ټیم د اجنډا په راس کې شته.

یاده دې وي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی او د معلوماتو پر بنسټ، د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو له خپلمنځي ناستو هاخوا له بېلابېلو جهتونو سره هم لیدلي دي.

معصوم ستانکزی: د روانې  اوونۍ تر پایه د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه تر سره کیږي
معصوم ستانکزی: د روانې اوونۍ تر پایه د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه تر سره کیږي

دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، تازه د طالبانو یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» په حضور کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد»، افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورسره هیئت سره لیدلي او د ناستې په مهال ټینګار شوی، چې د دوحې توافقنامه باید په ښه توګه عملي شي.تر څو مونږ یو پایداره سولې ورسیږو.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button