معصوم ستانګزي: د جګړې دوام به ټولې ته تاوان ورسوي

معصوم ستانګزي: د جګړې دوام به ټولې ته تاوان ورسوي.د افغان مرکچي پلاوی مشر معصوم ستانګزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې جګړه کول نه یوازي د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په تاوان ده او منفي نتیجه به ډېره ولري.
معصوم ستانکزی د اروپايي ټولنې له مشر توماس نیکلاس سره دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې افغان دولت هر راز خبرو ته چمتوالی لري او پر طالبانو يې هم ږغ وکړ چې جدي خبرو ته دي ستانه سي.ښاغلي ستانګرزي وویل اوسنۍ روانه جګړه هیڅ راز مشروعیت نلري او باید و درول شي.دوه ورځې وړاندې د افغان دولت مرکه چي پلاوي څو غړي دوحې ته ولاړل او زیاته یې کړه چې هلته به د سولې برخه کې جدي مذارکرات پیل کړي

په ورته وخت داسې راپورونه هم موجو دي چې په نوې اونۍ کې به د افغان مرکه چي پلاوي مشر او نور پاتي غړي هم دوحې ته ولاړ سي او د سولې خبرو لپاره خپل کار پيل کړي.خو تر دې دمه دوحه کې د سولې خبرو به تړاو هیڅ راز دپرمختګ خبر نه تر سترګو کیږي او هیڅ راز داسې څرک هم نه لګیږي چې له مخې دي د سولې خبرو په هکله کومه هیله پیدا شي.
طالبانو یوازيپه خوله ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي او دوی به د سولې خبرو کې ګډون کوي خو په عملي ډول تراوسه د افغان دولت مرکچي پلاوی دوحې ته تللی او سبا یل بل سبا به یې نور غړي هم ولاړ شي.خو طالبانو په دې هکله تراوسه هیڅ دریځ نه دی څرګند کړی، خو داسې نظریه لاهم سته چې طالبان به د ترکیې کنفرانس وروسته ښايي د دوحې پر خبرو تمرکز وکړي.
د افغانستان نژدې په ټولو ولایتونو کې دا وخت د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري طالبانو د خپلو دې بریدونو او جګړو په ترڅ کې د ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ هم نیولې دي.