افغانستان

معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ؛ افغانستان کې خبریالان لا هم له محدودیتونو سره مخ دي

معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان خبریالان معلوماتو ته له محدود لاس‌رسي، سانسور او نورو فشارونو شکایت کوي؛ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې یې له خبریالانو سره ناستې کړې دي.

افغانستان کې معلوماتو ته د لاس‌رسي پر ستونزو خبرې شوې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ نمانځلې او د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو پر ستونزو یې خبرې کړې دي.

bombonerablack 5

امید راډیو د یادې کمېټې د مشر جمیل وقار له قوله ویلي چې د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او په تېره اوونۍ کې د شاوخوا ۲۵ ولایتونو له خبریالانو سره ناستې شوې دي.

دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

یوناما په خپل راپور کې ویلي چې رسنۍ د سانسور او معلوماتو ته د لاس‌رسي له سختو محدودیتونو سره مخ دي. دې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ پېښې مستندې کړې دي.

یونسکو هم وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نږدې ۵۰ سلنه افغان رسنیو خپل فعالیت درولی او اټکل کېږي چې شاوخوا ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

gettyimages 1036934724

د سپټمبر ۲۸مې نړیوال اهمیت

معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۸مه نمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې دا ورځ اعلان کړه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي ډول د نړیوالې ورځې په توګه وپېژندله.

د ۲۰۲۶ کال نړیواله موضوع په ډیجیټلي عصر کې د معلوماتو پر اعتبار او د ناسمو او ګمراه‌کوونکو معلوماتو په مخنیوي کې د باوري معلوماتو پر رول راڅرخي. ملګري ملتونه وايي، یوازې معلوماتو ته لاسرسی کافي نه دی، بلکې خلک پر وخت باوري معلوماتو ته هم اړتیا لري.

په افغانستان کې معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ د رسنیو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، سانسور، معلوماتو ته محدود لاسرسی، اقتصادي ستونزې او پر خبریالانو فشارونه د رسنیو د فعالیت پر وړاندې مهمې ننګونې پاتې دي.

afghanistan journalist protest taliban fighters getty 1

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button