نړیوال خبرونه

ملابرادر:تېر یو کال کې اسلامي امارت هېوادوالو ته هیڅ یو قانع کوونکی کار نه دی کړی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کرنیزو محصولاتو په اوه ویشتم خزاني نندارتون کې له سوداګرو او صنعتکارانو غواړي، چې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي. 

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال په دې باور دی، چې په تېر یوه کال کې اسلامي امارت د هېوادوالو د راضي کولو لپاره کار نه دی کړی. نوموړي زیاته کړه:«موږ د دې ملت لپاره یو کال تېر شو داسې څه مو نه دي کړي، چې هغه په دې قانع شي. ملت په دې نه دی قانع په دې به سر سره خلاصو موږ تراوسه داسې خدمت ورته کړی نه دی یوازې مو تور نمونه کار ورته کړی دی. د ریاست الوزرا اداري مرستیال له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان په پرمختګ کې مرسته وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«د افغانستان د کرنې پیاوړتیا او پراختیا لپاره د نړۍ اخلاقي مسوولیت دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي. 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عطاءالله عمري څرګنده کړه:«په کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو او نورو برخو کې له ټولو فني او مسلکي کدرونو څخه شپه او ورځ معلومات اخلو

نور یی ولوله | (مصنوعي استخبارات) بازار موندنه څه ته وايي ؟

نور یی ولوله | د پاکستان ځانګړي استازي د ایراني چاراکو سره د افغانستان په اړه لیده کاته شوي

بل خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره کرنیزه وده مهمه بولي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم وايي:«که نړۍواله ټولنه غواړي، چې له افغانستان سره کمک وکړي، نو د افغانستان دهقان دې تقویه کړي، ځکه په افغانستان کې اوس تاریاک نشته ده. دلته د هېواد د محصولاتو لپاره په جوړ شوي نندارتون کې بزګران د بازار له کمرنګه کېدو اندېښمن دي. 

د نندارتون جوړونکې زهرا کاظمي وویل:«د کورنیو محصولاتو بازار کمزوری او کمرنګه ده، د خلکو اقتصاد خراب او پیسې نه لري. د نندارتون جوړونکی وحیدالله افضلي هم وايي:«اوس هغه بهرنی صادرات نه لرو دغه تحول نه را په دیخوا ګرده خارج ته نه شو صادرولی. اسلامي امارت په دې نندارتون کې له سوداګرو غواړي، چې د هېواد په کرنیزه برخه کې پانګونه وکړي. دغه څلور ورځنی نندارتون د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی، چې ښځینه کوچنۍ سوداګرو هم خپل محصولات نندارې ته په کې وړاندې کړې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button