نړیوال خبرونه

ملا برادر د خپلو سفرونو لړۍ وغځوله

د طالبانو د مشر معاون ترکمنستان ته لاړ د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په يوه رسمي سفر باندې د ترکمنستان هېواد ته ورسېد، دایراني ميډيا خبر پر بنیاد ملا برادر ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په ميدان هوايي کې ښه راغلاست ته هم رغلی وو او د دغه پلاوي ېې تود هر کلی کړی.

د دې سفر په اړه ویل کیږي چې د طالبانو دا مشر به په ترکمنستان کې ددې هېواد د لوړ پوړو مقاماتو سره د افغانستان د سولې د مسلې په اړه خبرې اترې وکړي د ترکمنستان په رول به بحث وشي او همدا راز به په نورو موضوعاتو د نظر تبادله وشي.خارجي هېوادونو ته د طالبانو سفرونه په داسې وخت کې زیات والی مومي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې لږ خنډونه رامنځته شوي دي.

اوسمهال امريکا د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامه له سره ګوري او طالبان ددې توافقنامې په نه عملي کولو تورنوي،بل خوا بيا طالبان وايي چې دوی دا توافقنامه په سم ډول عملي کړې ده او که امريکا یې عملي نه کړي نو دوی به په امريکايي فوځیانو حملې د بیا شروع کړي.ويل کېږی طالبان اوس د امريکا د رقيبو هېوادونو خواته ځان نېږدې کول غواړي او د سیمې هیوادونو ته سفرونه کوي

سیاسي شننوکي د طالبانو دا حرکتونه د يوې خوش باورۍ تولید بولي، پوهان وايي چې همدا هېوادونه چې طالبان ورته سفرونه کوي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د موجود حکومت ملاتړ هم کوي او غواړي دوه طرفه لوبه وکړي.

fb img 1612584930077

سیاست پوهان وايي که چرته طالبان د امريکا سره ټکر وکړي نو تر ننه پورې یې چې د امريکا څخه د توافقنامې په واسطه څه ترلاسه کړي دي ټول به ختم شي .ددې په ځاي پوهان سپارښتنه کوي چې طالبان دې د امريکا سره جوړجاړی وکړي او د حکومت سره دې بين الافغاني خبرې جاري وساتي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button