ځایی

ملا فضل الرحمان ته د عمر زاخیلوال توند غبرګون

عمر زاخیلوال د ملا فضل الرحمان له لوري د افغان نجونو-ماشومان او فلسطیني ماشومانو پرتلې ته غبرګون ښوولی

کابل ته د ملا فضل الرحمان پر سفر او له طالبانو سره لیدو ته ګڼو افغانانو پر سوشل میډا یا ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګون ښودلی، خو عمر زاخیلوال بیا ملا فضل الرحمان ته ویلي چې ته دا حق نه لري چې د افغان ماشومانو او فلسطیني ماشومانو پرتله وکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير ويلي، چې ملا فضل الرحمان دې د غزې د جنګ سره د افغان نجونو د زده کړو پر ځای د خپلې سيمې نجوني پرتله کړي.

ملا فضل الرحمان په یوه ویډیو کې څه وايي؟

فضل الرحمان افغانستان ته د تګ پر مهال په افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو تر تګ د غزې د جنګ مساله مهمه بللې وه.

mullah fazelu
انځور؛ ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو مېلمه دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال پر خپله اېکس ټولنيزه پاڼه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر ملافضل الرحمان د خبرو يوې ويډيويې برخې ته په غبرګون کې ويلي، چې د غزې جنګ او د افغان نجونو پر مخ د زده کړو بنديز هېڅ منطقي تړاو نه لري.

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

نوموړي ملا فضل الرحمان ته په خطاب کې وويل: « که چېرې ته صحیح یې نو ولې دغه مساله او پرتله په خپل کور او هغه سيمه کې چې ته یې مذهبي مشر يې نه غواړې او نه عملي کوې.»

ددغه پاکستاني ملا پر وړاندې د افغانانو غبرګونونه

زاخېلوال د خپلو خبرو په دوام ملا فضل الرحمان ته د پېغور په ژبه په اوردو ليکلي؛ « اصلي خبره دا ده، چې مولانا د افغانستان اړوند دغه حديث (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه) هېر کړی دی.

ویډیو: د سماء په نوم تلویزیون چې د طالبانو له لوري د ملا فضل الرحمان د دعوت په اړه خبر نشروي.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا فضل الرحمان وروستیو څرګندونو د افغان سياسيون او مخکنيو چارواکو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو او فعالانو غبرګونونه هم پارولي دي.

ملا فضل الرحمان ته نورو ډېرو افغانانو پیغورونه ورکړي دي، او ورته لیکلي یې دي چې هغه وخت ولې د پاکستانیو ماشومانو غم درسره نه و چې جنرال مشرف په لعل مسجد کې د محاصرې پر مهال هغه ماشومان چې قاریان وو، له تندې ووژل. همدا رنګه یې په پاکستان کې د ضرب عضب عملیاتو په تړاو پیغورونه ورکړي چې ولې هغه مهال د پاکستان د پوځ په مقابل کې چوپ و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button