سیمه ییز خبرونه

ملا هیبت الله ته باوري کس ملا شیرین اسلام اباد ته ورسېده

کندهار والي او د ملا هیبت الله اخند باوري کس ملا شیرین د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی دی

پرون ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې لیکلي و چې اسلام اباد به د ټي ټي پي په اړه د طالبانو له پلاوي سره جدي بحثونه ولري، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا خبرې رد کړې او زیاته یې کړه چې د ټي ټي پي په اړه بحث نه کېږي.

د کندهار والي ملا شیرین په داسې حال کې د لوړپوړو چارواکو د یوه پلاوي مشري کوي، چې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان په سر د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

په طالب پلاوي کې څوک دي؟

ویل کېږي، چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او همدارنګه د دغې ډلې د استخباراتو د ریاست چارواکي هم برخه لري، خو دا لا نده معلومه چې له بهرنیو چارو څوک ورسره مله دي.

ملا شیرین چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله ته یوه نږدې او باوري څېره ده. ملا شیرین د همدې باور له مخې له پاکستان سره پر فرضي پوله د ستونزو د حل کمیسیون مشري هم کوي.

نور ولولئ: د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

نور ولولئ: ایکسپریس ټریبیون: د ملا هیبت الله باوري کس او د کندهار والي د جنورۍ په ۳مه پاکستان ته سفر کوي

یوه پاکستاني چارواکي پاکستان ډیلي ورځپاڼې ته ویلي:« پاکستان به په دغو خبرو کې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مسله راپورته کړي او د طالبانو حکومت څخه به زموږ غوښتنه تکرار کړي، چې ټي‌ټي‌پي او نورو پاکستان ضد ډلو ته پټنځایونه ور نه کړي.»

سرچينې د پاکستان ډيلي ورځپاڼې ته دا هم ويلي، چې تېره مياشت يو افغان پلاوي پاکستان ته سفر کړى و؛ خو دغو خبرو کومه پايله نه درلوده.

د اسلام اباد اندېښنه

اسلام اباد په پاکستان کې د ټي ټي پي وروستیو بریدونه سخت اندېښمن کړی او وايي چې په دې پېښو کې افغانان ښکېل دي، خو طالبانو بیا ویلي چې دادې پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

دغه هېواد له هر ترهګریز برید وروسته د پړې ګوته افغانستان ته نېولې او ادعا یې کړې، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل رد کړې دي.

په روانه اونۍ کې د پاکستان د څېړنې او امنیت مطالعاتو مرکز له‌خوا خپور شوي کلني امنیتي راپور کې ویل شوي، چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۸۹ ترهګرو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو څخه په ټولیزه توګه ۱۵۲۴ د تاوتریخوالي اړوند مړینې شاهد دی.

په دې بریدونو کې زیاته برخه د پاکستان پر فوج ده او تلفات یې هم ور اړولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button