ملا یعقوب ویلی چی هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تجاوز جازه نه ورکوو
افغانستان –
ملا یعقوب هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تجاوز اجازه نه ورکوو چی د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع چار سمبال وزیر ملایعقوب په یوه پيغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان هېڅ ګاونډی حق نه لري چې د افغانستان پر پولی تجاوز وکړي
په دې پيغام چې پر خواله رسنیو نشر شوی چې د افغانستان خاوره او هوايي حریم به د چا پرضد نه استعمالیږی. خو که څوک لاس وهنه وکړي نو طالبان به ځواب ورکوی نوموړي دغه راز ویلي د طالبانو اداره غواړي ملي او خپلواک پوځ جوړ کړي نوموړی ویلي داسې ملي اردو به جوړه کړی چې د افغانستان له پولو دفاع وکړي. هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته اطمنان ورکړي چې د افغانستان خاوره به ددوی پرضد نه کارول کېږي خو د لاسوهنې مقابل کې هم عکس العمل وګوری.
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
که څه هم نوموړي په دې پيغام کې د افغانستان په ګاونډ کې پوځي تمریناتو ته اعشاره نده کړهی خو دا پيغام داسې مهال خپرېږي چې په تاجکستان کې د روسیې په ګډون د څو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل او امریکايي رسنیو رپور ورکړی چې امریکا او پاکستان دې هوکړې ته نژدې شوي چې په افغانستان کې د هوايي څار لپاره د پاکستان له هوايي حریمه کار واخلي خو پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده..
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ټينګار کړی چې داسې پوځ به رامنځته شي چې په ښو وسلو سمبال وي په کابل کی د طالبانو له حاکمیدو سره د افغانستان وسله وال ځواکونه چې سلګونه زره غړي یې لرل او نړۍ والې ټولنې پرې ميلیاردونه ډالر لګولي وو له منځه لاړل.
د روسیې ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د د اعش او نورو ډلو زرګونه وسله وال د افغانستان په شمال کې را ټول شوي او غواړي د پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو ته د کډوالو په توګه ځانونه ورسوي.