کورني خبرونه

ملګرو ملتونو افغانانو سره د نغدي مرستو او د کار په بدل کې د مزد ورکولو نوی طرحه ورکړی

 افغانستان  افغانستان

ملګرو ملتونو افغانانو سره د نغدي مرستو او د کار په بدل کې د مزدوری  ورکولو  نوی طرحه وړاندې کړی چی  ملګري ملتونه ویلی  په افغانستان کې د زیاتېدونکې بیوزلۍ مخنیوي یوه مناسبه  حل لاره دا کېدای شي چې له معلولینو، سپین ږیرو او ماشومانو درلودونکو افغان کورنیو سره هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته وشي

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام  یو این ډي پي  په اړه ویل شوي راتلونکو ۱۳ میاشتو کې په افغانستان کې ټولنیز اقتصادي وضعیت  خرابېدلی شي چې د مخنیوي لپاره یې د کار په بدل کې د مزدوری  یو سل میلیون ډالریز پروګرام هم په پام کې نیول شوی. په رپور کې راغلي د دې تر څنګ کوچنیو کارونو  مرستې لپاره ۹۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولی . د رویټرز په رپور  کې اسیا پسېفېک لپاره د یو این ډي پي سیمه ییزې مشرې کاني ویګن راجا ویلی دا ښايي ده ټولیزې او پراخې بېوزلۍ مخنیوي لپاره یو مناسبه لاره ده.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

 اغلې راجا په کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره له لیدو څخه  وروسته ویلي ټولو هغو نارینه و او ښځو ته چې وړ یې باید د کار اجازه ورکړل شي چې  ژر تر ژر  ناورین  کچه ورسره ټیټه شي. نوموړې همدا رنګه  ټینګار کړی چې نړیوالې مرستندویه ادارې د دې مرستو ترڅنګ باید افغانستان اوږدمهاله راتلونکي په اړه هم غور وکړي. د طالبانو له واکمنې څخه  وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې له اړخ  کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ځای ودریدلی.

اوس نړیواله ټولنه داسې وېره  ښکاره کړی چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په خاص ډول لوږه خورا  ډېره شي. د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام مسوولینو له وړاندی  د افغانستان نژدې نیمايي نفوس په اړه  اندېښنه ښکاره کړی  چې له لوږې سره مخامخ کیدای شی.

یو این ډي پي افغانستان ته د نغدو پیسو رسولو لپاره اکتوبر کې یو صندوق پران چېیستی د مسوولینو  ویلی   چی دې لړ کې تر اوس مهال د بېلا بېلو هېوادونو له لوري د ۱۷۰ میلیونو ډالرو ورکولو ژمنه شوی. یو این ډي رپور پر ښځو د کار بندیزونو  له امله  د افغانستان اقتصاد ته د اوښتي زیان کچه له شپږ سوه تر یو میلیارد ډالرو پورې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button