ژوند او ټولنه

ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده

ملګري ملتونه وايي، پاکستان کې افغان کډوال ډېر سخت ویریدلې او له ویرې کاروبار او ښارونو ته نه شي تللی

پاکستان کې لا هم د افغان کډوال نیول، تهدیدول او د دوی د شتمنیو غصب دوام لري چې له همدې امله د دوی په منځ کې یو ډول ویره عامه او خپره شوي ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخو ستونزو په اړه اندېښنه وښوده.

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

په زرگونو افغانان له پاکستانه د اېستلو د وېرې له امله پټ شوي، او وايي چې که بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل یې ژوند ګواښي.

شاوخوا ۴۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

اسلام اباد تېره میاشت اعلان وکړ، چې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه بې اسناده کډوال به چې ډېری یې افغانان دي له دغه هېواده وباسي.

د پاکستان له دغې پرېکړې سره سم، د اکټوبر له لومړۍ نیټې څخه تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ استازې فلیپا کېنډلر په ژېنو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل:« د اېستلو د پرېکړې اعلان او ورپسې پورته کړل شوي ګامونه، د سیمه‌ییزو چارواکو له‌خوا د ډارولو او د کورونو د خاوندانو له‌خوا اېستل د افغان کډوالو ترمنځ د وېرې احساس رامنځته کړی دی.»

نور ولولئ: د کندهار طالب چارواکي: د سپین بولدک له لارې ۸۰زره کډوال له پاکستانه راستانه شوي

کېنډلر یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه وي او پاکستان باید هغه زیانمنونکي کسان وپېژني چې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت وايي، هغه کډوال چې معتبره اسناد لري له دغه هېواده نه اېستل کېږي؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، ان هغه کسان چې کره اسناد هم لري نیول شوي او له دغه هېواده اېستل شوي دي.

د پاکستانیو پولیسو له لوري د افغان کډوال لټون دوام لري

د دې ترڅنګ پاکستان وايي، د پناه غوښتونکو ځورونه ډېره کمه رامنځته کېږي چې دوی د عاملینو پر وړاندې یې اقدامات کوي.

له دې سره، پاکستاني پولیس په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د وضعیت د معلومولو لپاره د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي، چې ډېری یې د لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د سلګونه زرو افغانانو ناڅاپه راتګ یو نوی ناورین رامنځته کړی چې د ژمي په را رسېدو سره راستنېدونکي مرستې او سرپناه ته اړتیا لري.

دغه سازمان زیاته کړه:« له شپږ مېلیونو څخه زیات خلک چې لا دمخه په ټول افغانستان کې بې ځایه شوي وو، اوس له پاکستانه راستانه شوي افغانان هم ورسره له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.»

له بل لوري افغان کډوال په افغانستان کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه دوی ته د ژوند لومړني سهولتونه هم نه دي برابر.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button