نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د بلې غونډې تیاری کوي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په اړه د دویمې سترې غونډې تیاری روان دی

ملګري ملتونه وایي سرمنشي د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالې اجماع پیاوړتیا ده.

د دغه سازمان د ویاند مرستیالې ویلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث کوي چې د افغانستان پر وضعیت یې کړې.

د خپلواکې ارزونې پر وړاندیزونو بحث

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي و ویل: «د ملګرو ملتونو سرمنشي په پام کې لري چې په نږدې وخت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دویمه غونډه جوړه کړي څو د راتلونکي په اړه نړیواله اجماع پیاوړې کړي او د خپلواکې ارزونې په وړاندیزونو بحث وکړي. امنیت شورا د ډسمبر په ۲۹ د افغانستان په اړه په خپل پریکړه لیک کې له عمومي منشي وغوښتل چې د دغو مشورو او بحثونو د پایلو په اړه دې امنیت شورا ته په ۶۰ ورځو کې معلومات ورکړي.»

نور ولولئ: ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

نور ولولئ: ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري و ویل: «د افغانستان حکومت باید له دا ډول ناستو سره موازي حرکت ولري او د هغو لا ډېره همکاري ترلاسه کړي. له بده مرغه په دې دوه نیمو کلونو کې طالبان د دې پر ځای چې له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي د نړۍوالې هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.»

pngtree the circular conference room of an un conference room picture image 3365542
انځور؛ د ملګرو ملتونو د کنفرانسونو تالار.

فریدون سینیرلي اوغلو د ځانګړې غونډې چارې مخکې وړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیالې همداراز ویلي چې د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د روان زیږیز کال تر فیبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړي.

هغې همدا راز و ویل، روزا اوتنبایوا به هم په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي و ویل: «د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د فبرورۍ تر پایه پورې غځول شوی څو د سفیرانو غونډې او اړوندو مشورو لپاره یې له چمتووالي ملاتړ وشي.

او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د مشرې په توګه د ورځنیو عملیاتو مشرۍ ته دوام ورکړي.»

طالبانو هم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل استازي پر حضور ټينګار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button