نړۍ
رجحان

ملګري ملتونه: د داعش خراسان ډلې له افغانستانه بهر د بریدونه توان پیدا کړی

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډله کولی شي، له افغانستانه بهر هم بریدونه وکړي

طالبان بیا وايي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی، د جلب او جذب توان نه لري او نه شي کولی چې له افغانستانه بهر بریدونه ترسره کړي.

د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.

د نویو ځواکونو د جلب او جذب ګړندیتوب

ولادیمیر ورونکوف زیاته کړه، چې دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې ښايي د افریقا ډېره پراخه سیمه د داعش او پر هغې پورې د تړلو نورو ډلو په کنټرول کې راشي.

ورونکوف دا هم ویلي، داعش خراسان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بریدونو په منلو سره دا وښوده چې دوی د نړۍ په هر ګوټ کې د بریدونو توان لري.

د داعش خراسان ډله په افغانستان او پاکستان کې مرکزونه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې داعش خراسان ډلې د طالبانو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ پیدا کړی او غواړي خپل دغه نفوذ د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم وغځوي.

طالبان او داعش خراسان

طالبانو د داعش خراسان ډلې پر وړاندې تر ټولو سخت او پرېکنده ګامونه اخیستي دي، خو د دغې شورا د ارزونې له مخې، طالبان د داعش په کنټرولو کې پاتې راغلي.

طالبانو بار، بار ویلي، چې دغه ډله افغانستان ته ګواښ نه شي پېښولای.

دا هم ولولئ:  جو بایډن د مراسمو پر مهال پر سټېج ولوېده

ورونکوف د امنیت شورا ته ویلي، چې د داعش نورو څانګو «خپل عملیات د افریقا په لویديځو برخو او نورو سیمو کې پراخه کړي دي.»

هغه ویلي: «که د هغو نفوذ همدغه شان د پراخېدو په حال کې وي؛ نو ګڼې سیمې له مالي څخه نېولې د نایجریا تر شمالي برخو پورې ټولې سیمې به د هغوی په کنټرول کې راشي.»

د ملګرو ملتونو مرستیال دا رنګه زیاته کړې، چې د موزمبیق، سومالیا او د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت ځینې برخې د «ترهګریزو بریدونو» شاهدې وې چې له امله یې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د یادونې وړ ده چې طالبانو بار، بار دا ډول راپورونه د داعش ډلې لپاره تبلیغات یاد کړي او ویلي یې دي چې داعش ډله له پښو غورځېدلي ده. 

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button