کورني خبرونه

ملګري ملتونه عمومي شورا کې د افغانستان څوکۍ په تړاو پرېکړه کوي

  افغانستان   افغانستان

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړې کومېټه نن چارشنبه پر دې ټاکنه  او پرېکړه کوي چې په عمومي شورا  کې دې د افغانستان څوکۍ د پخواني حکومت له استازي سره خپل ځای  پاتې شي او که طالبانو ته دې ورکړی. په یادی ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازی هم شامل دی.

دا مهال د افغانستان پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ ناست دی. خو وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واکمنۍ  ته له رسېدو  څخه وروسته د خپل سیاسي‌ دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په ډول  نومولی. ملګرو ملتونو کې یو شمېر دیپلومانانو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چی  ډېر امکان  شته چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی د اوس  مهال لپاره د افغانستان استازي په ډول  پاتې شي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

خو که چېرته دا څوکۍ د طالبانو استازي ته ورکړل شي نو دا به د نړیوالې ټولنې له اړخ  د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر لور لومړی او مهم  کار وی . یادونی وړ ده  چې د روسیې او چین په شتون  یو شمېر هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري  خو تر اوس مهال د نړۍ هېڅ  یو هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش ویلي  د رسمیت پېژندلو موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره یواځینۍ آله ده چې پر طالبانو د زور  لپاره یې ورڅخه کار واخیستل شی.

نوموړی  زیاتوی  یواځی  له همدې  لوری  طالبان دې ته هڅول کېدای شي چې ټولشموله  حکومت جوړ کړي او د بشري حقوقو   او په ځانګړې د ښځو د حقونو درناوی وکړي. ښاغلي ګوتیریش څه موده مخکی  ویلي وو  طالبان د ملګرو ملتونو همکاریو  ته اړ دی  خو باید په بدل کې یې ځینې شرایط  ومني.

خو د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د افغانستان وګړی حق لري چې یو ازاد هېواد ولري او د دې لپاره یې لسیزې مبارزه کړې  پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ څخه  محروم پاتې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button