نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

منصفه هیئت ټرمپ رسما تورن کړ

ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور رييس شو چې په رسمي توګه د جرم په کولو تورنیږي

سره له دې د متحده ایالاتو جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ دوه ځلې استیضاح شو او هیڅکله په رسمي توګه تورن نشو خو دی د امریکا لومړنی جمهور رييس شو چې جنایي تورونه پرې لګول کیږي.

د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې منصفه هیئت پنجشنبه مارچ ۳۰مه په رای ګیرۍ کې پخواني جمهور ريیس په هغو تورونو کې په رسمي توګه تورن کړ چې د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست انتخاباتو کې یې د بربنډو فلمونو یوې هنرمندې ته نغدې پیسې ورکړي.

ډونالډ ټرمپ داسې مهال رسما تورن کیږي چې هغه یو ځل بیا غواړي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د برحال جمهور ريیس جو بایډن په مقابل کې د سپینې ماڼۍ انتخابات وبایلل.

د منصفه هیئت پرېکړه تر اوسه عامه شوې نده او مالومه نده چې هغه د کومو جرمونو په کولو تورن شوی او ټول پرې څو تورونه دي خو د سي ان ان تلویزیونې شبکې ویلي چې پر هغه ټول ۳۰ تورونه دي.

په عین حال کې د نیویارک ایالت د منهاټن ولسوالۍ څارنوال الوین براګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مخکني جمهور ريیس د مدافع وکیل سره یې د هغه د تسلیمیدو د چارو د همغږۍ کولو لپاره اړیکه نیولې چې د سترې محکمې لخوا تورونه ورته اعلام شي.

په ټرمپ يو تور دا دی چې د بربنډو فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته یې پیسې ورکړي چې د هغه سره د خپلې یارانې په هکله د مطبوعاتو سره خبرې ونکړي خو ټرمپ دا تورونه رد کړي.

د ټرمپ مدافع وکیل هم ویلي چې ښایي راراونه اوونۍ به ښاغلي ټرمپ ته د محکمې لخوا د تورونو اعلان وشي خو ګڼ شمیر مطبوعاتي ادارو ویلي چې ښایي دا کار به د راتلونکې سه شنبې په ورځ وشي.

ډونالډ ټرمپ چې په فلوریډا ایالت کې ژوند کوي، باید د جمهور رييسانو د محافظت له ډلې سره یو ځای د نیویارک ایالت ته ولاړ شي او ځان امنیتي ادارو ته وسپاري

تر توقیف کېدو وروسته به د هغه د ګوتو نښانونه او د مخ انځورونه واخیستل شي او وړاندې تر دې چې په شخصي ضمانت خوشی شي د قاضې مخې ته باید حاضر شي چې لګیدلي تورونه یې اعلان شي.

د منصفه هیئت له پریکړې وروسته ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا رد کړه چې پدې قضیې کې هغه کوم غلط کار ندی کړی او ادعا یې کړې چې دموکراتان په دا ډول کړنو سره غواړي چې د امریکا خوځښت له منځه یوسي.

ښاغلي ټرمپ د همدې روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه هم د ټکزاس په ایالت کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي ووچې هیڅ جرم یې ندی کړی او دا چې د نیویارک د ولسوالۍ څارنوال په واشنګټن کې د بې عدالتۍ وزارت په مرستې زما څخه د داسې څه تحقیقات کوي چې جرم ندی، وړوکی جرم هم ندی او اړیکه هم نده.

نور ولولئ: ډونلډ ټرمپ: جنرال ميلي احمق وو چې د امریکا پوځي وسایل یې افغانستان کې پرېښودل

ټرمپ په تازه اعلامیه کې د منصفه هیئت د پریکړې په غبرګون کې لیکلي:”دا په تاریخ کې تر ټولو په لوړه کچه سیاسي ځورونه او په انتخاباتو کې لاسوهنه ده. دموکراتانو درواغ ویلي او ټګي یې وکړه”.

ډونالډ ټرمپ چې د جو بایډن په مقابل کې یې د جمهوري ریاست انتخابات بایللي، ادعا لري چې د ۲۰۲۰ کال انتخابات یې ګټلي خو درغلي وشوه او له همدې کبله هغه انتخابات بایللي.

د منهاټن ولسوالۍ دموکرات څارنوال الوین براګ د هغو ۱۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په هکله تحقیقات کوي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه یوازې څو اونۍ وړاندې سټورمي ډانیلز ته د ادعا پر اساس پدې خاطر ورکړل شوي وو چې پرې نښودل شي له ښاغلي ټرمپ سره خپله یارانه بربنډه کړي.

خو ټرمپ بیا ویلي وو چې د میرمن ډانیلز سره یې چې اصلي نوم یې سټیفني کلیفورډ دی یارانه نه درلوده. ​

که هغه پدې قضیې کې مجرم هم وبلل شي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدای، خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button