مولانا فضل الرحمن: د پوځ د مشرانو له امله به پاکستان نور هم تباه کېږي
مولانا فضل الرحمن وايي چې د پاکستان د غلطو سیاستونو له امله به پاکستان نور هم تباهۍ ته ځي
پاکستان کې دغه مذهبي مشر وايي چې پاکستانی فوج ددې پر ځای چې هېواد ته خدمت وکړي، ورځ تر بلې په دغه هېواد کې حالت خرابېږي او د ترینګلتیا خواته ځي.
د پاکستان د جمیعت العمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د خپل ګوند غړو ته ویلي، چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او نور د پاکستاني پوځ د زغملو وس نه لري.
ترهګرۍ او د ریاستي ادارو ناکامي
دا په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې له ټاکنو وروسته د مولانا فضل الرحمن د ګوند لومړنۍ ستره غونډه وه، چې رابلل شوې وه.
نوموړي په دغې غونډه کې د ورستیو نا امنیو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په صوبو کې د ترهګرۍ پېښې د حکومت او رياستي ادارو ناکامي وبله او غوښتنه یې وکړه، چې د خلکو د ژوند او مال ساتنه دې وشي. سوله باید ټینګه شي او د بیارغونې لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
نور ولولئ: ملا فضل الرحمان ته د عمر زاخیلوال توند غبرګون
نور ولولئ: ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی
مولانا فضل الرحمن وویل، چې د پاکستان پوځ د دغه هېواد د ابادولو پر ځای د هغه د ورانولو په لټه کې دی او د سولې په نامه غواړي قومونه د تباهۍ کندې ته ټېل وهي.
نوموړي پاکستاني پوځیانو ته ګوت څنډنه وکړه، چې نور دې خپل پوځیان له قبایلي سیمو وباسي او د ده په خبره چې نوره اجازه نه ورکوي چې د سولې او په نورو بېلابېلو پلمو ولسي خلک ووژني.
د پاکستان په جوړولو کې د پوځ نه رول
مولانا فضل الرحمن په زغرده وویل، چې د پاکستان په جوړولو کې د پوځ هېڅ رول نه شته او د ده په ټکو پاکستان زمونږ په قربانيو جوړ شوی دی.
هغه دا هم وویل، چې په خپله روانه مبارزه کې له هیچا وېره نه لري او هر کس دې خپل مسوولیتونه او واکونه وپېژني.
هغه وویل، چې د ژوند تر پایه په خپل دریځ ټینګ ولاړ دی او نور د نارواو په اړه غلی نه شي پاتې کېدای.
هغه دا هم وویل، چې د جون په لومړۍ نېټه به په مظفر ګړ کې ورته غونډه جوړوي.
په پاکستان کې ګڼ کتونکي وايي، چې په وروستیو ټاکنو کې د مولانا فضل الرحمن پاتې راتللو هغه سخت په غوسه کړی او په دې توګه غواړي، چې پر حکومت د فشار راوستو له امله څوکۍ تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان کې ورځ تربلې حالت د خرابېدو خواته روان دی.