ځایی

مولوي کبیر په افغانستان کې د القاعده موجودیت رد کړ

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر وايي چې افغانستان کې د القاعده شتون تبلیغاتي بڼه لري

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر د ملګروملتونو امنیت شورا هغه راپور تش تبلیغات بللي چې ګواکې افغانستان کې د القاعده ډلې مرکزونه شتون لري.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت بشپړ واکمن دی او داسې مرکزونه نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښونه رامنځته شي.

په فغانستان کې د القاعده د شتون په اړه د امنیت شورا راپور ته د طالبانو غبرګون

هغه دغه څرګندونې «پنج‌شنبه، سلواغې ۱۲مه» د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو یوې غونډې ته کړې دي.

افغانستان به چاته ګواښ نه وي

مولوي کبیر دې غونډې ته د وینا پر مهال ډاډ ورکړ چې افغانستانه به چا ته ګواښ پېښ نه‌شي او په وینا یې، نور هېوادونه دې هم د افغاستان امنیت لپاره ښه نیت ولري.

نوموړي وویل: «افغانستان په هېڅ صورت داسې مراکزو ته اجازه نه‌ورکوي چې دنيا ته ترې زيان ورسېږي، نو په همدې اساس د امنيت شورا چې دغه اعتراص کړی دی چې په افغانستان کې د القاعده شپږ مراکز موجود دي، دا بې‌بنياده بې‌اساسه تبليغ دی.»

نور ولولئ: محمد عبدالکبیر د طالبانو سرپرست حکومت رييس‌الوزرا ټاکل شوی

نور ولولئ:  امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: طالبان په کابل کې فعال سفارتونه د رسمیت پېژندنې په مانا بولي

نوموړي همداراز چین کې د سرپرست حکومت سفیر ته د باورلیک ورکولو په اړه وویل چې ځینې نور هېوادونه هم شته چې په ښکاره يې د رسمیت‌پېژندنې اعلان نه‌دی کړی، خو ا.ا سره د رسمیت‌پېژندنې په څېر تعامل لري.

هغه وویل: «دنيا موږ رسما په رسميت پيژندلي يو او که ځينو په رسميت نه يو پيژندلي هغه به د وخت په تېرېدو په خپله دلته درته راشي چين چې په سيمه کې يو امهراطوري قوت دی نو زموږ او تاسو سفير يې رسما ومانه د هغوي رييس جمهور يې خو امريکا هلته ورته په تکليف ده چې دا يې ولې ومانه نو که چين دا قدم پورته کړ نو بله ورځ به روسيه دا قدم پورته کوي»

al qaeda
د القاعده شبکې غړي

طالبان د نړیوالو فرمایشونه نه مني

پکتیا د دیني عالمانو او قومي مشرانو جوړه شوې غونډه کې د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي بیا وویل چې اوسنی حکومت به هېڅ‌کله د نړیوالو فرمایشونه ونه‌مني.

هغه وویل: «که په دې بنديزونو باندې موږ د دوی تر اثر لاندې راتلی، نو بيا به دلته ‌اسلامي نظام به دلته قايم او تطبيق نه‌و. نو زموږ ايمان نړيوالو ندی کتلی، نو حقوق بشر همدې ته وايي چې ښځې دې لوڅې ګرځي. په غزه کې دې په ماشومانو باندې د حشر جوړ کړه ايا دا حقوق بشر دی.»

طالبانو له نړیوالو سره په تعامل کې سره یو نظر نه ښکاري او د دوی په منځ کې د واحد سیاسي دریځ په برخه کې ستونزې لیدل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button