هنر او ادب

میشل فوکو د لیونتوب د تاریخ پیل له کوم ځای کړی؟

د میشل فوکو په اړه یوه بله لیکنه هم خپره شوې چې دا یې دویمه برخه جلال لیکلي ده

ددې موضوع اصلي هدف دادی چې څنګه له روشنفکري ورورسته د عقل تک ګويي رامنځته شوه .ولې د عقل او بې عقلي ترمنځ توپیر پیدا شو ؟ فوکو د ليونتوب تاریخ له جذام خونو پیلوي .

په منځنیو پیړیو کې هغه جذام خونو ته توجو کوي په کومو کې چې په جذام مرض باندې اخته کسان ساتل کېدل.

په دې وختونو کې جذام يوه طبي او فرهنګي پدیده ګڼل کېده.جذامیان د خپل ځانګړي وضعیت له امله له نورو

او ټولنې بېلېدل ، او په ځانګړیو شرايطو کې حبس( زنداني) کیدل .

نور ولولئ: میشل فوکو او د ليونتوب تاریخ

جذام مرض عفوني خاصیت لرلو او د خپل دې خاصیت له وجې جذام په غرب کې ريښي شوی وو .یعنې په جذام مرض باندې اخته کسان به د نورو عوارضو ترڅنګ د سختې بدبوي لامل ګرځیدل او د خپلې دې بدبوي او خوړینوالي له وجې د نورو د کرکې لامل ګرځیدل .

جذام یو الهي عذاب او لعنت ګڼل کېدلو او پرې اخته کسان هم  په الهي عذاب او لعنت باندې ګرفتار بلل کیدل. ددې مرض لرونکو څخه لرې والی غوره کېده او ددې له وجې ورته د حبس لپاره د ښار په څنډو کې ځانکړي ځایونه جوړ شوي وو او دا ډول کسان د سکونت له ځایونو لرې ساتل کیدل تر څو ښاريان له مرګ او نیستي سره مخامخ نه کړي ، او هم په ښه شکل ترې نظارت او مراقبت ممکن شي .جذامیان به کله کله د خلکو د زړه سوي لامل شول خو دې مرض باندې اخته کسانو ته همیشه د نفرت په سترګه کتل کېدل.

له دې ناروغانو له ساتلو موخه څه وه؟

همدرنګه د جذامیانو ساتلو یوه وجه د خلکو  عبرت هم و تر څو ترې نور عبرت واخلي او ځانونه د الهي عذاب او لعنت څخه وژغوري .

همدرنګه مومنان د جذامیانو په نیولو او بندي کولو باندې مکلف و او دا د مومن دنده و چې دوئ ونیسي او بندیان یې کړي .

د منځنیو پیړیو په پای کې جذام خونې يو ناڅاپه خالي شوې خو د طرد ، تعبید او د تفکیک فرهنګ د بیا راګرځیدو لپاره پټ پاتې شو . یعنې د طرد ،بېلتون او توپیر فرهنګ ورک نشو بلکې په خپل ځای پاتې شو .

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

په هغه خونو کې چې مخکې جذامیان ساتل کېدل له دې وروسته پکې ليونیان ( مجرمان ، ساده ګان …)ساتل کېدل، يعنې یوازې او يوازې د همدې خونو اوسېدونکي بدل شول.

د ۱۷ پیړئ له نيمايي بیا د ۱۸ پيړئ تر وروستیو پورې دوران ،فوکو د «کلاسیک »دوران په نوم یادوي دا دوران د «انتقادي عقل »په نوم هم ياد شوی بیا همدا دوران په ټوله اروپا کې حاکم شو، په دې دوران کې طرد او تعبید عیني ماهیت پیدا کوي .

په ۱۶۵۶ کال کې د فرانس د پاچا له لوري عمومي روغتون تاسیس شو په لومړیو کې دې روغتون طبي تاسیسات نه لرل بلکې دا کارځای ( اجباري کارځای) ، زندان او د نظارت او مراقبت ځای وو چې د ټولنیز نظم د ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کېده، او پکې ساکن جمعیت عبارت و له بې کاریانو ، بېنویانو ، لټانو، مجرمانو ، خیرات خورو او لیونیانو څخه. دې روغتون د يو ځانکړي ساختار په حیث نمود او د عقل د غیبت نماد وګڼل شو.

د فوکو په نظر د رواني آرمام ځایونو تاسیس د دکارتي عقلانیت د غیبت ښکارندويي کوله .له دکارت وروسته او بیا تر کانت په غرب کې عقل خپل اوج ته ورسید ، عقل په رسمیت وپيژندلو شو ، عقل په ټولو شیانو بې له ولې او څنګه حاکم شو .

عقل مطلوب شو ، نور مطلوب (ګټور)کس هغه و چې هغه به عقل پيژندلو او له عقل څخه یې کار اخیستلی شو او د نظام لپاره هم عاقل ښاري په کار وو ځکه د نظام ګټه په مطلوب ښاري کې و .هر نظام مطلوب ښاري غواړي او روزي ، که چیرې نظام په چا کې مطلوبیت ونه ويني هغه کس تعبید کیږي ، شړل کیږي او طرد کیږي.

له دې خلکو مطلوب کسان جوړېدل

دقیقاً په همدې دوران کې هم غیر مطلوب کسان له ټولنې او نظام څخه تعبید کېدل او همداسې ځایونه ته به لېږدېدل. او هڅه به کېدل چې په همدې ځایونو  کې ترې مطلوب انسانان جوړ کړي.

د عقل او بې عقلي توپیر د «بل »او «غیریت» مفهوم وزیږولو ، د فوکو د تمرکز ټکی هم همدا دی .د عقل مخالف مفهوم د ټولنې لپاره جدي خطر وشمیرل شو او لیونتوب په یوې نوې علمي ژبې تعریف شو، او په همدې ځای کې د روان پوهنې په نوم يو مستقلې څانګې سره را پورت کړ چې له دې دوران مخکې يې شتون نه درلود .

په دې دوران کې لیونتوب یوه مضره پدیده وګڼل شو او ټول هغه کسان را ټول شول او په زندانو کې واچولو شول کوم چې په ليونتوب تورن شوي وو .

په دې دوران کې له ليونیان حقوقي ، اخلاقي او په اروپوهنیز لحاظ له نورو سره له يوې مخې بېل وبلل شول

فوکو وايي د کلاسیک دورن له ظهور سره نوی او تازه قدرت له نوې او تازه ژبې ، ګفتمان او ځانکړي شکل سره وزيږېده.

د فرانسې له انقلاب وروسته همدا ارمام ځایونه له منځه لاړل…

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button