ژوند او ټولنهسیمه ییز خبرونه

م.م لا هم افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولیدونکی هېواد بولي

د ملګرو ملتونو سازمان وایي افغانستان په تېر زیږدیز کال کې بیا هم د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولید کړي

یاد سازمان پرله‌پسې افغانستان د کوکنارو یو لوی تولیدونکی هېواد بولي او وایي چې د نړۍ تر ټولو ډېر نشه‌يي توکي همدا هېواد تولیدوي. تر څنګ یې ادعا کوي چې تر ټولو ډېر او د نړۍ خطرناک قاچاقبران هم په همدې هېواد کې دي، خو بل لور ته بیا طالبان وايي، په افغانستان کې یې د کوکنارو کرکیله صفر کړي ده او دلته نشه‌یي توکي نه کرل کېږي.

افغانستان د نړۍ ۸۰سلنه نشه‌يي توکي تولید کړي

د یاد شوي سازمان، د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې ادارې په راپور کې راغلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې، د نړۍ ۸۰ سلنه نشه‌يي توکي تولید کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه افغانان په نشه‌يي توکو روږدي دي چې د هېواد د ټول نفوس ۱۰ سلنه جوړوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي:”په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي، چې دا شمېر د ټول نفوس ۱۰ سلنه کېږي. د نشه‌يي توکو کارول د روغتیا برخې له ناورینه ډکه ستونزه ده، چې په افغانستان کې پرې نارینه، ښځینه او ماشومان اخته دي”.

ددې راپور پر وړاندې د طالبانو غبرګون

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه معلومات ردوي او وایي د دوی له بیا واکمنیدو سره افغانستان په بشپړ ډول د کوکنارو له کرکیلې پاک شوی دی.

نور ولولئ: طالبانو د امنیت شورا د څارونکې کمېټې راپور ته غبرګون وښود

د ده په وینا، افغانستان د نړۍ یو سلنه کوکنار هم نه تولیدوي. په وروستیو کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو، د طالبانو رژیم د کوکنارو او نورو نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې له امله ستایلی و. پر دې سربېره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپور رد کړی او ادعا یې کړي ده چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کرکیه په بشپړ ډول له منځه تللي او د نشه‌یي توکو قاچاق او کرکیله اوس په افغانستان کې نه کېږي. خو بل لور ته بیا نړیوال په دې اړه اندېښنه ښيي او وایي چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له همدې امله شتمن شوي او اوس هم د کوکنارو، چرسو او نورو نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري او همدا یې کاروبار دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button