ځاییستاسې اند او نظر

م.م: افغانستان کې د روان کال روغتیايي خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا وايي چې افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال روغتيايي خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال روغتیایي خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي، هڅه یې داده چې په روان میلادي کال کې افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا نن پنج شنبه د (سلواغې ۲۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د روغتیا برخې سره د مرستې لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.

د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو برابرول

دغه اداره وايي، هڅه یې داده چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیون اړمنو خلکو ته لومړنۍ روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

یاده اداره زیاتوي چې په دغه هيواد کې د روغتیا برخې له ۶۱ همکارو ادارو سره به هغو پېژندل شویو ۱۲،۸ میلیون خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او په دې سره به د خلکو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.

health services1
په روغتون کې ډاکټره خپل ناروغ معاینه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، دوی به په افغانستان کې د ۶۱ همکارو بنسټونو له لارې د رواني او ساري ناروغیو په برخه کې مرستې او خدمتونه وړاندې کړي.

نور ولولئ:  طالبانو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد کړې

نور ولولئ: کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

همدارنګه اوچا وايي، چې په افغانستان کې به د روغتیايي بنسټونو له لارې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخې کې مرسته او همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دې وروستیو کې په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې د دغه هیواد تر نیمايي نفوس لوړ شمېر ښيي.

د اوچا ۷۵ پروژې له خنډ سره مخ کېدل

اوچا نن په یوه راپور کې لیکلي، بشري مرستو ته د لاس‌رسي په برخه کې له ثبت شویو پېښو ۱۱۳ یې د دوی په کارونو کې د لاس‌وهنې اړوند دي چې د تېر کال د ډسمبر میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

health services2
په افغانستان کې بې وزله ماشومان

اوچا دا پېښې د بشر دوستانه فعالیتونو په عملي کولو، فزیکي چاپېریال، د ګټه اخیستونکو په انتخاب، د کارمندانو په استخدام او تدارکاتو کې لاس‌وهنه، د کارکوونکو د لېستونو او حساسو معلوماتو غوښتنه، د ښځینه کارکوونکو مخنیوی، د تړونونو ځنډول او د پلټنې عملیات بللي دي.

په راپور کې د دې یادونه هم شوې چې یوازې په جنوري میاشت کې د بشر‌پاله کارکوونکو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی او په همدې میاشت کې د دوی ۱۳ کارکوونکي نیول شوي او له یوې تر ۱۸ ورځو په زندان کې ساتل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button