نړیوال خبرونه

م.م. وايي نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدو او برابرۍ موخو ته نه ده رسېدلي

دغه نړیوال سازمان وايي، نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدا او برابرۍ لپاره ټاکلو موخو ته نه ده رسېدلې

تېره ورځ یاد سازمان په دې اړه یو راپور خپور کړی دی.

په دې تړاو د ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې له ښځو سره د توپیري چلند او تاوتریخوالي د ختمولو پر لور کافي پرمختګ نه دی شوی، بشپړو روغتیاي خدمتونو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده او په کافي شمېر کې ښځې په سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې هم ونډه نه اخلي.

نور ولولئ: امریکايي چارواکي د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په سویلي افریقا کې له نژادي تبعیض سره ورته بولي

دا هغه برخې وې چې اته کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو پرې د پام ورټولولو ژمنه کړې وه. خو د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو څانګه وايي دا موخې اوس لا لېرې ښکاري.

لا هم جنسیتي توپیر موجود دی

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یوه چارواکې ماریا فرانسیسوکا زیاتوي، ”نړۍ د جنسیتي برابرۍ په برخه کې پاتې راغلې او موږ په زیاتېدونکې توګه له ټاکل شویو اهدافو لېرې شوي یو، موږ باید هره شېبه له لاسه ورنه کړو او په ټولنو کې د بدلون خواته لاړ شو.”

پوره شمېر ښځې په مهمو سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې ونډه نه لري

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې که اوسنی وضعیت همداسې پاتې شي، تر ۳۴۰ میلیونه ډېرې ښځې او نجونې به، چې د نړۍ ښځینه نفوس اټکلا اته سلنه کېږي، تر ۲۰۳۰ کال پورې په سخته بیوزلۍ او له څلورو تنو یوه به په نژدې سخته لوږه کې پاتې شي.

رپوټ کې زیاته شوې، په واک کې د مشرتابه په کچه توپیر لا هم پر ځای پاتې دی او د پرمختګ اوسنۍ ته کچې ته په کتو سره ښکاري چې د ښځو نسل به هم هره ورځ دوه اعشاریه درې ساعته وخت د کور او پاملرنې داسې کارونه ترسره کوي، چې مزد یې نه ورکول کېږي.

نور ولولئ: له افغان ښځو سره تبعیضي چلند؛ په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو ادارې ټولې نجونې او ښځې له کار، زده کړو او نورو لومړنیو بشري حقوقو څخه راګرځول، خو لا هم ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه پر دې نه دي توانېدلي، چې افغان نجونو ته لومړني حقوق ورکړي او پر طالبانو له هرې لارې فشارونه راوړي. دا هغه څه دي چې نړیوال په نورو هېوادونو کې هم په کې پاتې راغلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button