م.م کې د مسکو استازی: د داعش په ځپلو کې د طالبانو هڅې کافي نه دي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه کافي نه بولي
روسیه داسې مهال دغه اندېښنه شریکوي چې طالبانو بیا په افغانستان کې د داعش ځپلو ادعا کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو کړنې نیمګړې وبللې. واسیلي نیبنزیا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کړی او نوي جنګیالي استخداموي.
له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښه
نوموړي د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې روسیه له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمنه ده.
نیبنزیا د داعش خراسان څانګه د افغانستان او سیمې لپاره یو جدي ګواښ وباله او ویې ویل: “موږ د طالبانو له کړنو خبر یو، خو له بده مرغه دغه هڅې د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره کافي نه دي. موږ ګورو چې دا ډله په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کوي او نوي جنګیالي استخداموي، په ځانګړې توګه له افغانستان څخه بهر.”
نور ولولئ: روسیه: له ازبکستان سره یوځای په افغان ترانس پروژه کې برخه اخلو
نور ولولئ: روسیه طالبانو ته؛ افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر ژر پیل کړئ
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي په وینا، د داعش خراسان څانګې نوي ترهګریز بریدونه پیل کړي. د ده په وینا، د دغو بریدونو قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون اکثره قومي او مذهبي لږکي دي.
د داعش د موخې نه بدلېدل
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د داعش موخه نه ده بدله شوې او دغه ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د یو بدیل ځواک په توګه ځان مطرح کړي. د نیبنزیا په وینا، داعش هڅه کوي افغانستان او سیمه بې ثباته کړي.
د روسیې سفیر وویل، چې د داعش خراسان څانګه بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي او په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو له خوا پاتې شوې وسلې کاروي.
نیبنزیا په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش پر ګواښ ټینګار کړی، چې د چهارشنبې په ورځ په یو ځانمرګي برید کې چې دغې ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست او د دغې ډلې یو تر ټولو بانفوذه وزیر خلیل الرحمن حقاني ووژل شو.
د طالبانو ویاندویانو په وار وار د داعش ګواښ بې اهمیته بللی او په افغانستان کې یې د دې ډلې د پام وړ شتون رد کړی دی.