ټکنالوجي

ناسا د ناپېژندل شویو الوتونکو په اړه معلومات ورکوي

د امریکا متحده ایالاتو فضايي اداره ناسا هڅه کوي څو د ناپېژندو الوتونکو شیانو په اړه معلومات ورکړي

د الوتونکو رکیبیو په اړه له څو لسیزو راهیسې خبرې کیږي او په ځلونو رسنیو د هغو تصویرونه خپاره کړي خو تر اوسه پورې دا موضوع ډیره جدي نه وه انګېرل شوې او حتي ډیرو وهم و ګومان بلله، خو دا ځل یاده موضوع د ناسا له لوري مهمه ګڼل شوې او په اړه به یې معلومات خپاره شي.

په ناسا اداره کې یوه ډله متخصصان

ناسا یوه ډله متخصصان ګومارلي چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسي په اسمان او سمندرونو کې د ناپېژاندو اجرامو په اړه پلټنه کوي. دوی به په دې پلټنه کې روښانه کړي چې نوي الوتونکي څيزونه څه شی دي او څنګه الوزي.

ټاکل شوې ده چې ناسا د الوتونکو رکیبیو یا ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه یوه عمومي غونډه دایره کړي.

تمه کېږي چې د ناسا غونډه تر څلور ساعته زیات دوام وکړي او دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره د ناپېژاندو الوتونکو شیانو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

د ناسا له لوري څېړنو ته ګومارل شوې ډله، د پینتاګون تحقیقاتي ټیمونه او د امریکا د فدرال هوايي چلند اداره به د هغه څه په اړه، چې پخوا الوتونکې رکیبۍ او اوس ناپېژاند شیان نومول کېږي، د خپلو پلټنو په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.

په دې پلټنو کې د خپلواکو څېړونکو ګډون د ناپېژاندو شیانو د ادعاوو په اړه شکونه لا ډیر کمولی شي، خو هلته چې ناسا پر دې بریالي شي څو الوتونکي شیان معلوم کړي.

پخوا په دې اړه د شواهدو نه موجودیت

ناسا پخوا ویلي و چې داسې هیڅ سند او شواهد نه شته چې په مځکه کې د کومې بلې کُرې یا سیارې د کوم مخلوق شتون تایید کړي. خو اوس څېړونکي وايي چې ناسا د ناپېژاندو الوتونکو شیانو په اړه نژدې ۸۰۰ راپورونه ترلاسه کړي دي.

دغو شیانو ته (یو آی پي) یعني هغه غیرمعمول شیان چې نه الوتکې ګڼل کېږي او نه د انسان په لاس نور جوړ شوي شیان. کله چې دا شیان نه دي پېژندل شوي، نو ساینسپوهانو په دې باور دي چې باید دا څېړنه وشي.

په پام کې ده چې د ناسا پلټونکې ډله خپل نهايي راپور سږ کال خپور کړي خو په دې اړه لومړنۍ علني غونډه به یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button