ناقانونه افغان حج کوونکي په سعودي عربستان کې ونیول شول

د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو پنځه ناقانونه افغان حج کوونکي د حج د قوانینو د سرغړونې په تور نیولي دي.
د سعودي ګزیټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ناقانونه افغان حج کوونکي هڅه کوله د رسمي اجازې پرته د صحرايي لارې له مکې ښار ته داخل شي او د حج مراسم ترسره کړي.

ناقانونه افغان حج کوونکي، د ناقانونه افغان حج کوونکو د نیولو څرنګوالی
راپور وایي، یاد کسان په سعودي عربستان کې مېشت وو، خو د حج قانوني اسناد او اجازهلیکونه یې نه لرل. سعودي چارواکو د هغوی د نیولو تر څنګ قانوني اقدامات هم پیل کړي دي.
د سعودي د عامه امنیت ادارې له خلکو غوښتي چې د حج مقررات په جدي ډول مراعات کړي او د هر ډول سرغړونې په اړه امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

سعودي کې د حج لپاره سخت امنیتي تدابیر
هر کال ګڼ ناقانونه افغان حج کوونکي او د نورو هېوادونو یو شمېر کسان هڅه کوي له رسمي اجازې پرته مکې ته داخل شي، خو سعودي حکومت د حج پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیسي.
سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د رسمي پروسې له لارې سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره تللي دي.




