کورني خبرونه

نبیل وايي چې محب باید هماغه وخت د دوحې تړون پټې ضمیمې ولس ته روښانه کړي وای

رحمت الله نبیل وايي چې حمدالله محب باید هماغه وخت د امریکا او طالبان ترمنځ د دوحې تړون پټې ضمیمې افغان ولس ته روښانه کړي وای

رحمت الله نبیل هماغه وخت هم د محمد اشرف غني پر حکومت نیوکه کوله چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون ولې افغان ولس ته نه واضح کوي، خو د حمدالله محب په څېر د جهوریت پر مهال نورو لوړپوړو چارواکو هم له دغه کاره ډډه کوله.

محب ته د نبل پیغوریزه ژبه

رحمت الله نبیل د حمدالله محب د اېکس پاڼې یوې لیکنې ته په ځواب کې ویلي:« که چېرې ستاسو په خبرو کې لږ صداقت هم وي؛ نو ولې مو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تفاهم لیک د پټو ضمایمو وضاحت هماغه وخت ورنکړ؟»

nabil1
طالب چارواکي چې هغه وخت له امریکا سره په دوحه کې پر مذاکراتو بوخت و.

هغه لیکلي:« ولې مو په هماغه ورځ چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون لاسلیک کېدو، تاسو د ناټو د سرمنشي او امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر سره ګډ تفاهم لیک په کابل کی امضا او صادر کړ؟ ولې مو څه ونه ويل، چې دا د ګندمک معاهده نه منو؟ ولې مو په ننګرهار او کونړ کې کله چې د ننګرهاریانو او کونړیانو د غیرت او عزت پګړۍ په سر کړه او د جعلی وطندوستی رګ مو پړسېدلی و، څه ونه ویل چې دا ننګینه معاهده نه منو؟»

نور ولولئ: نبیل وايي، طالبان د نجونو له زده کړو او کاره محرومولو حقیقت نه شي پټولی

نور ولولئ: نبیل: دغه کال د پاکستان د زوال کال دی

نور ولولئ: امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

د جمهوریت په سقوط پر محب شک

ښاغلی نبیل وایي، چې اوس نو دوه خبرې دي؛ یا تاسو شریک واست او یا هم د قدرت په ګدۍ ناست بې خبره؟ په دواړو حالتونو کې به تاریخ او ولس تاسو محاکمه کوي.

هغه زیاتوي، ښایي تاسو د دواړو محاکمو څخه وېره ونلرئ؛ که نه، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د ولس څخه د یوې کلکې او ژورې بښنې پوروړی یاست.

nabil۲
د جمهوریت پر مهال د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنیت شورا مشر حمدالله محب

هغه وایي، راشئ او ووایاست چې تاسو حاکمان نه؛ بلکې د پردیو لپاره «ګټور احمقان» وئ او تاسو د هېواد د ژغورلو لپاره خپل کوم فکر، تحلیل او لید لوری نه درلود.

تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي و:« څومره چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون اصلي بڼه بربنډېږي، هغومره یې د لاسلیکوونکو سترګې ټیټېږي.»

حمدالله محب په اېکس پاڼه د دوحې د تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت لیکلي و، چې دغه تړون هم «د ګندمک، پنجده، سیستان او ډیورنډ سندونو او تړونو په کتار کې بدنام ځای لري.»

بل هغه وخت داسې راپورونه هم ورکړل شول چې حمدالله محب د قول ارودوګانو او لواګانو قومندانانو ته زنګونه وهل چې نور جګړه مه کوئ، وسلې او وسایط طالبانو ته وسپارئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button