هنر او ادب

نجیبه فیض: اقتصادي یا مالي خپلواکي د ښځو لپاره ډېره مهمه ده

مالي یا اقتصادي خپلواکي په پام کې نیسي

د پښتو او اردو ژبې مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض د ښځو لپاره مالي یا اقتصادي خپلواکي تر هر څه زیاته مهمه ګڼي..

نجیبه فیض چې په اصل کې د افغانستان د کندوز ولایت اوسېدونکې ده، خو د مهاجرت پر مهال یې زیات وخت په کوټه کې تېر کړی دی، اوس هم نوموړې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ژوند کوي. نوموړې په اسلام اباد کې له یو پښتو ټلویزیون سره کار کوي، هغې څو کاله په کابل کې هم له بېلا بېلو ټلویزیونونو سره کار کړی و، خو وروسته بیا بېرته پاکستان ته ستنه شوه او هلته یې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړ

نور یی ولوله | ابراهبم عابد: د خپل وطن خپله مزه وي

نور یی ولوله | عجیب او غریب: ایا ایشوریه رای له ونې سره واده کړی و؟

افغان اداکاره .

. نجیبه فیض په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره فعاله ده او په فیسبوک کې هغه ۲ میلیونه فالورز یا تعقیبوونکي لري، چې نوموړې ورسره خپل تازه عکسونه، ویډیوګانې او د خپلو کارونو اړوند معلومات شریکوي. د هغې له عکسونو او ویډیوګانو څخه لیدل کېږي، چې هغه غرختنه ډېره خوښوي او ډېری مهال د اسلام اباد شاوخوا نږدې سیمو کې غرونو ته ځي او هلته د تفریح ترڅنګ ورزش هم کوي.
اقتصادي خپلواکی

نوموړې یوه تازه ویډیو په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې دلته هم نوموړې د کوم غره په سر ولاړه ده. هغې له دغه ویډیو سره لیکلي دي، چې د ښځو لپاره مالي یا اقتصادي خپلواکي تر هر څه ډېره مهمه ده.هغه د تېره شلو کالو راهیسې د پاکستان او افغانستان په ميډیا چینلونو کې کار کوي او یو خپلواکه مېرمن ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button