هنر او ادب

عجیب او غریب: ایا ایشوریه رای له ونې سره واده کړی و؟

د بالیووډ د مشهورې جوړې ایشوریه رای او ابېشک بچن واده د فلمي صنعت یو له هغو ودونو څخه و، چې د هندي رسنیو او نړیوالو رسنیو لخوا یې هم ډېر ستاینه وشوه. دوی په ۲۰۰۷ کال واده وکړ او ځکه یې رسنیز پوښښ زیات و چې هغه مهال ایشوریه رای د خپل کیریر په اوج کې وه

د بالیووډ فلمونه .

خو د ابېشیک او ایشوریه رای د واده په اړه داسې اوازې خپرې شوې، چې ایشوریه او ابېشیک اړیکه نه جوړېږي، ځکه چې ایشوریه (منګلیک) وه چې له امله به یې ایشوریه لومړی له یوې ونې او بیا له ابېشیک سره واده کوي. په هندو مذهب کې داسې انګیرل کیږي څوک چې منګلیک وي د ژوند ملګری به یې د واده څخه لږ وخت وروسته مړ شي، نو د بد شګون څخه د مخنیوي لپاره به لومړی د یوې ونې یا حیوان سره واده کوي.

نور یی ولوله | د شاه رخ خان میرمنې ګوري خان په ټلویزون هم خپل کیریر پیل کړ

نور یی ولوله | نغمه :هر چېرته چې وي باید افغانۍ موسیقي ژوندۍ وساتو

ګوری خان به ډیر ژر کوربه وي

ګوری خان به ډېر ژر د یو ریالیټي شو کوربه وي، چې په هغې کې به د خلکو شخصي ځایونه او کورونه ډیزاینوي، په دې نوي ریالیټي ډیزاین شو کې به مشهور اداکاران کترینه کیف، ملایکه اروړه، ډایریکټره فرح خان او کبیر خان هم ولیدل شي.

هندي فلمونه 

دا آوازې هغه وخت خپرې شوې کله چې د ابېشک کورنۍ اعلان وکړ چې واده به د هغوی په ​​استوګنځي (جو هو) کې ترسره شي خو دومره هنګامه به نه وي یعنې په غلني ډول به ترسره شي. خو له واده وروسته په یوه مرکه کې ایشوریه د دې موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا خبره له کومه ځایه راپیدا شوه؟.

رسنیو غېر مسولانه راپور خپور کړی او امیتاب بچن وویل، تاسو راته ووایئ هغه ونه کومه ده، تاسو یې راته وښایئ، د هغې واده یوازې زما له زوی سره شوی دی> د یادونې وړ ده چې هندوان منګلیک کېدل د مریخ سیارې اغېزې ګڼي، دوی وایي که تاسو د میاشت په لومړۍ، دویم، څلورم، اووم، اتم یا اولسم کور کې یاست نو تاسو منګلیک یاست، چې اغېز پورته ذکر شو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button