لوبې خبرونه

نن د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو تر منځ ټېسټ لوبه پیلېږي

د افغانستان په وخت نن لس بجې د افغان کرکټ ملي لوبډلې او ایرلنډ ترمنځ ټېسټ لوبه پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د یادو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د ابوظبۍ په ټولېرنس لوبغالي کې کېږي.

هاخوا د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپتان بیا وايي چې افغان لوبغاړي د اماراتو له لوبغالو سره بلد او ښې لوبې ورباندې کولی شي.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ له ټېسټ لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي رسنیو ته ویلي، را روانې لوبې د دواړو لوبډلو لپاره یو امتحان دی خو د ده په ټکو افغانستان د ځینو دلایلو له کبله په سیالې لوبډلې “برلاسی” ښکاري.

همدې لوبغالي کې تمریناتي کمپونه

هغه د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، افغان لوبغاړي له ډېرو نورو ځایونو د دوبۍ په لوبغالو ښه بلد دي او لوبو ته یې ښه چمتوالی نیولی دی.

cricket2
د افغان لوبډلې نوموتی توپوهونکی رحمن الله ګربز

افغانستان له څه مودې راهیسې په همدې لوبغالي کې تمریناتي کمپونه کوي او په تېر کې یې د ځینو نورو لوبډلو کوربه توب هم همدلته کړی دی.

حشمت الله شهیدي وویل، تېرو لوبو ته په کتو په ایرلنډۍ لوبډله هم پياوړي دي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه ۵۰اوریزه لوبه هم سري لنکا ته وبایلله

نور ولولئ:  د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

هغه زیاته کړه، “مونږ دواړو لوبډلو یو وخت د ټېسټ لوبو دریځ واخیست مونږ په تېرو اتو لوبو کې درې ګټلې خو ایرلنډ یوه هم نه ده ګټلې دې ټکي هم مونږ ته ډېر اعتماد راکړی دی.”

cricket
نن د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو تر منځ ټېسټ لوبه پیلېږي

افغانستان او ایرلنډ تر اوسه یوه ټسټ لوبه کړي، په ۲۰۱۹م کال کې شوې هغه لوبه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه خو د چارشنبې ورځ پیلېدونکي دویمې ټېسټ لوبې ته دواړه لوبډلې لېواله دي.

په دوبۍ کې د افغان لوبډلې په ګټه شرایط

د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دغو ټولو ټکو ته په کتو تمه وښوده، چې دوبۍ کې شراېط د دوی په ګټه تمام شي.

افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۸ ټېسټ لوبې کړې چې وروستۍ هغه یې له سري لنکا سره وه. د ایرلنډ بیا دا اتمه ټېسټ لوبه ده، او ویلي یې دي چې په بې صبرۍ یوې ښې لوبې ته شیبې شمېري.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې هم له سري لنکا سره د نورو لوبو په ګډون ټېسټ لوبه هم وه چې افغان لوبډلې یې پر وړاندې ماتې وخوړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button