لوبې خبرونه

نن دشيکر دهون کليزه ده

نن دهند مشهور لوبغاړي شيکر دهون کليزه ده د هند کرکټ ملي لوبډلې شيکر دهون چې يو چټک بیټسمین دى، نن ٣٥مه کليزه لمانځي. نوموړى په ١٩٨٥ کال کې د دسمبر په پنځمه نېټه په ډيلي کې زېږېدلى و.ښاغلي دهون چې په ٢٠١٠ کال کې يې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې پیل کړې.

نوموړي د کرکټ په نړۍ کې ډېر ريکارډونه هم جوړ کړي دي.هغه د هند پيليز توپوهونکى دى او چټکه توپوهنه ترسره کوي،. دا چپ لاسى توپوهونکى په اى پي ايل کې هم يو مخکښ توپوهونکى دى چې ډيلي کاپيټلز سره لوبېږي او په لومړي ځل يې په ٢٠٢٠ اى پي ايل کې دوه لوبو کې پرلپسې سليزې هم ووهلې.شيکر دهون چې اوسمهال د اسټراليا پر وړاندې د هند لوبډله کې شامل دى، په درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې (٧٤، ٣٠، ١٦) منډې وکړې، خو په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې نوموړى يوازې په ١ منډه وسوځېده.ض

هغه د انډیا لپاره ٣٤ ټېسټ، ١٣٩ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.نوموړي په ټېسټ لوبو کې د ٤٠.٦١ په اوسط ٢٣١٥ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٩٠ منډې هم کړې دي. هغه ٧ سليزې او ٥ پنځوسيزې وهلي دي.

په نړيوالو ونډې لوبو کې نوموړي د ٤٥.٠٢ په اوسط ٥٨٠٨ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٤٣ زياتې منډې کړې دي، ١٧ سليزې او ٣٠ پنځوسيزې يې وهلي دي.نوموړی هر وخت په ښه پرفامنس باندې مشهور وو.

په ورلډ T20 لوبو کې هغه د ٢٧.٨٧ په اوسط ١٥٨٩ منډې کړې دي، چې ٩٢ منډې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې دي او ١٠ پنځوسيزې يې هم وهلي دي او ١٢٧.٧٣ يې سټرايک رېټ دى.نوموړي په لومړۍ ټېسټ لوبه کې چټکه سليزه وهلې وه، چې په ١٧٤ توپونو يې ١٨٧ منډې کړې وې.

نن دهندي لوبغاړي شيکر دهون کليزه ده
نن دهندي لوبغاړي شيکر دهون کليزه ده

په ٢٠١٥ ورلډ کپ کې يې د هند له لوري تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې وې.په ٢٠١٣ کال کې لومړنى هندى توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.په ٢٠١٤ کال کې ويسډن د کال غوره لوبغاړى ونوماوه.نوموړی د ښه پلیر سره د ښه اخلاقو خاوند هم دی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button