لوبې خبرونه

نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول

مجیب نبي ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول د کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي، د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب ځدران، ځوان توپ اچونکى ظاهر خان او همدا راز کم عمره افغان لوبغاړى نور احمد لکڼوال اسټراليا ته تر رسېدو وروسته هلته کرنټين شول.

ټول پلیران د نومبر په ٢٧ تاریخ له هېواده د اسټراليا پر لوري روان شوي و، چې هلته به په بيګ باش سياليو کې ګډون کوي.له دوى څخه مخکې راشد خان بيا اسټراليا ته رسېدلى و، هغه له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته تللى و او په سډني کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين و، چې لا يې هم کرنټين پاى ته نه دى رسېدلى.

د کویډ١٩ناروغی په دې اوسني حالت کې هر ځاى چې د کرکټ تجارتي ليګونه يا نړيوالې سيالۍ ترسره کېږي، نو د لوبو له پيل څخه مخکې ټول لوبغاړي کرنټين کېږي او همدا راز د کورونا ټېسټونه يې هم ترسره کېږي.ر څو د کرونا ناروغي نورو هېوادوالو ته ونه رسیږي او دويي ته هم کرونا ونه رسیږي.

په دې اړه احمد لکڼوال په خپل ټويټر کې اسټراليا ته له رسېدو او د کرنټين پر مهال يو تازه عکس اخيستى او په ټويټر کې يې خپور کړى دى. نوموړي له عکس سره ليکلي دي، چې د کرنټين لومړۍ ورځ.نوموړي دغه عکس د سلفي اخیسی او خلکو ریټویټ کړی هم دی.

نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول
نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول

که څه هم نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان د کرنټين په اړه څه نه دي ويلي، خو بيګ باش کې برخه اخيستونکي ټول لوبغاړي به د ١٤ ورځو لپاره کرنټين وي او نور احمد لکڼوال، محمد نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان څلور واړه ګډ اسټراليا ته تللي دي.

د يادولو وړ ده چې سږکال په بيګ باش سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي برخه لري، چې راشد خان د اډلايډ سټرايکرز، محمد نبي او نور احمد لکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان بيا د ميلبورن سټارز لوبډلو سره لوبېږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button