تجارت خبرونه

نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالره کم شوي دي

د طالبانو د احصايي اداره وايي، د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالر کم شوي او واردات تر یو میلیارد اوښتي دي

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالر کم شوي او په وارداتو کې یو میلیارد او ۱۰۵ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

دغې ادارې ددوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹( سلواغې۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په دریو ربعو کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي او د شپږ میلیاردو او ۲۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي یې وارد کړي دي.

د دریو ربعو محاسبه

د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو دریو ربعو کې ددغه هیواد د صادراتو اندازه یو میلیارد او ۳۷۵ میلیونو او د وارداتو اندازه پنځه میلیارده او ۱۲۴ میلیونو او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسیدلې وه.

afghan export1
د صادراتو ارقام

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.”

نور ولولئ: د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي

نور ولولئ:  طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

نور ولولئ: په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان شاوخوا ۶۰ هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارده ډالرو صادرات

ددې ادارې معلومات ښيي چې د افغانستان په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ میلیونه ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د دغه هیواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

له نورو هېوادونو وارد شوي توکي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي: “د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې افغانستان ته ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد، ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو میلیارد او ۱۵۶میلیونو ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي.”

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو دریو ربعو کې افغانستان ته په واردو شویو موادو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۱۰ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button