لوبې

نولس کلنو نړيوال جام افغان لوبډلې پاپو نیو ګيني ته د ۲۰۱ منډو هدف ټاکلو ریکارډ جوړ کړ

د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو په ترڅ کې افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ۳۹ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې ونشوی کړی ټول ۵۰ اورونو ولوبوي او ځينې لوبغاړي تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول خو افغان لوبډلمشر سليمان ساپي تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ اعجاز احمد احمدزي ۴۵ او خيبر ولي ۳۰ منډې وکړې. د پواپوا نيو ګيني لپاره کټڼلکي سينګی څلور، رسن کيوا درې او اورو دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې روانې دي. په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان چې په درېيم ګروپ کې ځای لري په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډه.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمر لوبډله چې د ټرانزېټ ويزو د نشتوالي له امله تر خپل ټاکلي وخت په ځنډ ټرېنېډاډ او ټوباګو ته رسېدلې، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.

ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button