سیمه ییز خبرونه

نوي ډیلي تازه د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلي

دا څووم ځل دی چې هند په افغانستان کې د ترهګرۍ او سیمه کې د نورو ستونزو د راټوکېدو په تړاو اندېښنه ښيي

هند تازه په تازه ویلي چې په افغانستان کې اوسنی روان وضعیت د اندېښنې وړ او نړیوال امنیت ته خطر کېدلی شي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډاول وایي، چې د افغانستان وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی او ترهګري د نړۍوال امنیت او سولې پر وړاندې یو له جدي ګواښونو څخه ده.

افغانستان کې له ترهګرۍ او قاچاق په اړه اندېښنې

له هند وړاندې د منځني ختیځ ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو هم افغانستان کې د داعش له ودې او د نشه‌يي توکو د قاچاق له ډېرېدو اندېښنې په ډاګه کړي وي، خو هند تېره ورځ وویل چې دا اندېښنې نورې هم په ډېرېدو دي.

هندي رسنیو د ښاغلي اجیت ډاول له خولې لیکلي، چې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او په افغانستان کې یې د داسې ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ، چې په هغه کې د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاقو پر وړاندې مبارزه وکړي او د ښځو او ماشومانو حقونه پکې خوندي شي.

نور ولولئ: د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

ښاغلي ډاول دغه څرګندونې په قزاقستان کې د هند او منځنۍ اسیا د ملي امنیت شورا د سرمنشیانو په دویمه ناسته کې وکړې.

ښاغلي ډاول په افغانستان کې روان وضعیت د ټولو د اندېښنې وړ وباله.

هند لا هم افغانستان کې بشري مرستې کوي

هغه زیاته کړې، چې هند افغانستان سره په بېړنیو بشري مرستو کې هم همکاري لري او د خپلو تګلارو له مخې په افغانستان کې د ورزش هڅونې لپاره، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د هند په نړۍوال جام سیالیو کې حضور لري او په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې ملاتړی د امول هندي شرکت دی.

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

تر دې وړاندې هم هند، د پاکستان او تاجکستان په ګډون له افغانستانه ورپېښېدونکو ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

خو طالبانو تل ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ کومه ترهګره ډله فعالیت نلري، د نشه‌یي توکو پر وړاندې یې هم مبارزه کړې او د ښځو د حقونو په اړه د نړۍوالو نیوکې او غوښتنې د دوی په کورني چارو کې لاسوهنه ګڼي.

پر دې سربېره طالبان د سیمې او نړۍ هېوادونو وړاندیزونو او غوښتنو ته پام نه کوي او د ۹۰ یمو کلونو په څېر د دیپلوماسۍ او ګډو ګټو پر ځای له سرتمبګۍ کار اخلي چې دا به د افغانستان او ددې ملت په ګټه نه وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button