سیمه

نوی ډهلی: “پر افغانستان د پاکستان هوايي برید غندو”

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بمباري وغندله او د پاکستان دغه کار یې له نړیوالو قوانینو خلاف وباله

په یادو بریدونو کې، چې د طالبانو په وينا د وزیرستاني کډوالو یو کمپ يې په نښه کړی، لږ تر لږه ۴۶ کسان په کې وژل شوي وو.

دغه بریدونو د مرغومي په ۴ مه د جنوب غرب پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند څلور کلي په نښه کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جايسوال پر پاکستان نیوکه کړې، چې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچوي.

تر یاد برید وروسته د طالبانو حکومت هم پکتیکا کې تر فرضي کرښې هاخوا بریدونه وکړل، چې د طالبانو په وینا هغه مرکزونه یې له منځه یوړلو چې ترې افغانستان کې بریدونه پلانېدل.

تر یاد برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ځلې وسله والې نښتې هم وشوې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button