نوی کابل ښار؛ د ۷۲۰۰ جریبه ځمکې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

د نوی کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري منظور شوی دی. دا پلان شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکه رانغاړي او پکې د استوګنې، سوداګرۍ، صنعت او عامه خدمتونو لپاره بېلابېلې برخې په پام کې نیول شوې دي.
له ۱۰ زرو ډېر استوګنیز پلاټونه
د وزارت د معلوماتو له مخې، د پلان په ۲.۱ برخه کې به له ۱۰ زرو څخه ډېر استوګنیز پلاټونه جوړ شي. همداراز، د شاوخوا ۹۰۰ لوړپوړو استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو او له ۲۰۰ څخه د زیاتو صنعتي کارخونو لپاره هم ځای ځانګړی شوی دی. نوی کابل ښار
جوماتونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه
په دې پلان کې د استوګنیزو او سوداګریزو سیمو ترڅنګ، تر ۶۰ پورې جوماتونه، ۲۵ ښوونځي او له ۳۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه هم شامل دي.
سربېره پر دې، تعلیمي او فرهنګي مرکزونه، ورزشي او تفریحي ساحې، د کرکټ لوبغالی، پارکونه او شنې ساحې هم د پلان برخه دي.
د کابل د پراختیا لپاره لویه پروژه
د نوی کابل ښار د لومړي فاز ۲.۱ برخه د عمرزي پراختیا ورکوونکي شرکت له لوري د لومړي فاز له جوړښتي پلان سره سم طرحه شوې ده. د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په دې طرحه کې د ښاري اړتیاوو او راتلونکې پراختیا لپاره بېلابېلې استوګنیزې، سوداګریزې، صنعتي او خدماتي ساحې په پام کې نیول شوې دي.



