ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

نوۍ ریسرچ: روژه د سرطان مخنیوی کوي

تحلیلګر وايي، روژه د انسان دماغي طاقت پیاوړی کوي او د سینې د سرطان په شمول ، د نوروناروغیو مخه نیسي. دا د اسلامي دنیا تر ټولو ښکلې میاشت ده. له ۱۴۰۰ کالونو څخه پخوا راهیسې اسلامي امت روژه نیسي. پخوا هم د یونان پوهانو د روژې په روغتیايي ګټو څیړنې کړې وې او روژه يې د عمومي روغتیا لپاره ګټوره بللې وه. تازه څیړونو هم ګڼ شمیر مشخص موارد موندلي، چې ثابتوي، روژه د فزیکي او ذهني روغتیا لپاره ګټوره ده.

۲۰۱۲ کال کې میشل موسلي یوه ټلویزوني ډاکومینټري خپره کړه، چې نوم يې و: “وخورئ، روژه ونیسئ او اوږد ژوند وکړئ”. ورپسې يې ډیر پلورل شوی کتاب (د روژې پرهیز) په نوم خپور کړ، او ویلي يې دي، چې روژه د سرطان په ځانګړې ډول، د سینې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

هغه وايي:

“د روژې ثابتې [روغتیايي] ګټې دا دي، چې خوب ورسره ښه کیږي، او د سرطان په ځانګړي ډول د سینې د سرطان خطر کموي.”

د رمضان نورې ګټې:

څیړونکي وايي، چې روژه د وینې لوړ کلسټرول کموي؛ د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي؛ د چاغوالی مخه نیسي، او عمومي ذهني روغیتا پیاوړې کوي. کله چې څوک د ورځې له مخې څه ونه خوري، د هاضمي سیستم ته چانس پیدا کیږي، چې د وجود ټول کیمیاوي مضره انزایمونه له مینځه یوسي.

د تغذیې مشهور څیړونکی کلایر مهی الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې روژه د ذهني او رواني پاکوالي باعث کیږي. نوموړی وايي، چې په روژه درلودلو سره د انسان په مغز کې یو ډول فکټورونه ترشح کیږي، چې BDNF يې بولي.

هغه زیاتوي:

“دا فکټورونه د مغز حجرې سلامتې ساتي او د ژور خپګان، اندیښنې، او د حافظې د کمزوري کیدو مخه نیسي.” له دې سربیره، هغه خلک چې منظمه روژنه نیسي، وزن يې کمیږي او عضلات يې پیاوړي کیږي. خو دا چې ډیر کسان له روژې وروسته، د غذا پخواني رژیم ته ورګرځي، نو وزن بیرته ډیریږي. ددې لپاره، چې دوامداره مو وزن کنټرول شي، له روژې څخه په ګټه اخیستنې، داسې عادات خپل کړو، چې وزن مو کنټرولوي.

څیړونکي دا هم وايي، چې په روژه نیولو سره د انسان د هاضمي سیستم او عمومي متابولیزم پیاوړی کیږي. په روژه کې د وینې ګلکوز کمیږي، چې ورسره سړی لږ ډیر سست او غیرې متمرکز وي. د څیړونکو په باور، دا کوم د اندیښنې وړ مسله نه ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button