اقتصاد او سوداګري

نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد تر ټولو په ټیټه کچه کې بللی

نړیوال بانک په تازه راپور کې وايي، د افغانستان اقتصاد ۲۵ سلنې تر وړې ټېټې کچې ته رالوېدلی دی

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد مخ په ښه کېدو نه دی، بلکې د ځوړ خواته روان دی.

نړیوال بانک «د اقتصادي بدلونونو او مهمو ننګونو » په نوم نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د “ثبات” ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

نړبوال بانک په خپل دغه راپور کې زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصاد ۲۵ سلنه کم شوی او د نړیوالو مرستو ترڅنګ د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته اړتیا لري.

د وارداتو د کچې زیاتېدل

د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر اوسه له ۲۷ سلنې انقباض څخه نه دی ښه شوی.

imf
نړیوال بانک

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان صادرات د تېر کال د جنورۍ په پرتله ۵ سلنه کم شوي او ۱۴۰،۵ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوي دي، خو په همدې موده کې بیا د وارداتو کچه ۳۷ سلنه زیاته شوې ده چې څه باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

نور ولولئ: نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي

نور ولولئ: د نړیوال بانک په مرسته راتلونکې میاشت د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار پیلېږي

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، افغانستان د وارداتو له اړخه باید په کال کې ۵،۵ میلیارد ډالره ترلاسه کړي وای، خو په راپور کې د سوداګرۍ کسر ۳،۵ میلیارده ډالره ښيي.

د بانکدارۍ محدودیتونه، د سوداګرۍ او ټرانزیت پر وړاندې خنډونه، د دولتي بنسټونو انزوا او د هېواد د صنعت او کرنې په برخو کې د بهرنۍ پانګونې نشتوالی هغه لاملونه دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې مخه یې نېولې ده.

imf (1)
په غربت کې د افغانانو ژوند

له ټاکلي هدف لږ عاید تر لاسه کېدل

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په تېر مالي کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ ترلاسه شوې دي چې له ټاکلي هدف کمې دی.

په راپور کې په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالي ته په اشارې سره ویل شوي، چې ۲۰ میلیونه وګړي بې وزله او ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د راپور په یوه بله برخه کې بیا د اقلیم بدلون، د ښځو او ځوانانو وزګارتیا او د پاکستان او ایران په ګډون د سیمې له هېوادونو د کډوالو جبري اېستل د افغانستان پروړاندې له جدي اقتصادي ننګونو بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د خپلې مالي تګلارې ستاینه کوي، خو په واقعیت کې داسې ښوول کېږي چې د افغانستان اقتصاد ښکته روان دی او په هېواد کې د ورځې په تېرېدو بې روزګاري زیاتېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button