هرات کې ټاپي پروژه؛ د ګاز نللیکې د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

هرات کې ټاپي پروژه د جوړېدو په چارو کې نوي پړاو ته رسېدلې ده. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د ۱۵۳ کیلومتره مسیر ډېره برخه چمتو شوې
د وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات له لارې د تېرېدونکې ټاپي نللیکې له شاوخوا ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه ۱۵۰.۳ کیلومتره د پایپونو غځولو لپاره چمتو شوی چې د مسیر د چمتو کولو کار ۹۸ سلنې ته رسېږي. هرات کې ټاپي پروژه
تر اوسه ۱۲۲.۳ کیلومتره پایپونه ویلډ او غځول شوي چې د نللیکې د جوړولو د کار نږدې ۸۰ سلنه جوړوي. له دې ډلې ۷۱.۵ کیلومتره پایپونه تر ځمکې لاندې هم ښخ شوي دي.
د نللیکې د کیفیت ازموینې هم روانې دي
د هرات کې ټاپي پروژه د تخنیکي معیارونو د پوره کولو لپاره د ازموینو پړاو ته هم داخل شوې ده. د وزارت په وینا، تر اوسه پر ۳۳ کیلومتره نللیکه د اوبو په وسیله د فشار یا هایدروټېسټ ازموینه بشپړه شوې ده.
د نللیکې د څارنې او تګ راتګ لپاره د اړوندو سړکونو جوړولو چارې هم روانې دي او تر اوسه ۱۳۴.۲ کیلومتره سړکونه جوړ او بشپړ شوي دي.
هرات ته د ګازو د وېش شبکه جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو طرحه هم روانه ده او تمه ده چې عملي چارې یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د دې شبکې له جوړېدو وروسته به د ټاپي له نللیکې څخه انتقالېدونکی ګاز د هرات صنعتي، سوداګریزو او استوګنیزو سیمو ته رسول کېږي. وزارت تمه لري چې دا شبکه به د انرژۍ د اړتیاوو ترڅنګ د صنعتي او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.
هرات کې ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د انتقال لپاره د جوړېدونکې سیمهییزې نللیکې برخه ده. د پروژې د هرات برخې د کار پرمختګ په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ زیات شوی دی.



