کرنې وزارت په شبرغان کې درې شنې خونې جوړوي

کرنې وزارت په شبرغان کې درې شنې خونې جوړوي. د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په شبرغان کې د ۴۳۲ زره افغانیو په لګښت د درېیو معیاري شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ریاست د مطبوعاتي مسوول ذبیحالله خیراندېش په وینا، دا شنې خونې د شبرغان په نواباد، عليخواجه، حسنتابین او چهارشنبې سیمو کې جوړېږي او لګښت یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې ورکول کېږي.
هره شنه خونه ۷۰ متره مربع مساحت لري او د جوړولو چارې به یې د یوه مسلکي ټیم له لوري څارل کېږي.
د سبزیجاتو د تولید لپاره د شنو خونو جوړول
د کرنې ریاست وايي، د دې پروژې موخه دا ده چې په بېلابېلو فصلونو کې د سبزیجاتو د تولید زمینه برابره شي، د کروندګرو حاصلات زیات شي او د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شي.
کروندګر: شنې خونې د حاصلاتو د زیاتېدو فرصت برابروي
کروندګر وايي، د شنو خونو جوړول کولی شي د سبزیجاتو د تولید کچه لوړه او د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کړي.
دوی هیله لري چې د ورته پروژو له پراخېدو سره به کروندګرو ته د کال په بېلابېلو موسمونو کې د کرنیزو محصولاتو د تولید زمینه هم زیاته شي.




