ژوند او ټولنه

هره ورځ په نهاره یوازې دوه خرما وخورئ ډیرې ګټې لري

خرما یوه بشپړه غذا او د بشپړې انرژۍ ترلاسه کولو ښه منبع ده. د خرما په ترکیب کې ټول غذایي توکي د روغتیا لپاره غوره وي او که چېرته دوه دانې خرما په نهاره استعمال شي نو خورا حیرانوونکې ګټې لري.

که د ورځې په پیل سره دوه خرما وخوړل شي نو بدن ته انرژي کوي. خرما له غوړ او کلیسټرول څخه پاکه وي، چې په همدې سبب د وینې غوړ برابر ساتي او د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوي.

نور یی ولوله | متحده عربي اماراتو په هلمند کې د پرتکا کانال پروژه پیل کړې

خرما د فایبر یوه ښه منبع هم ده چې هضم ښه کوي او یوازې دوه خرما د قبضیت ستونزه حل کوي. دغه راز لکه څنګه چې خرما سودیم نلري او پوتاشیم یې زیات دي نو د وینې د لوړ فشار ناروغانو ته هم ګټور تمامېږي.

که چېرته تاسې د موبایل، کمپیوټر، سکرین او مطالعې په سبب د سترګو کمزوري لري، نو خرما د ويټامین ای په لرلو سره د سترګو دید ښه کوي او هره ورځ استعمال یې د سترګو دید تېزوي.

د خرما په ترکیب کې مهم ویټامین او منرالونه وي چې د انټي اکسیدنټ په ډول کار کوي او بدن له آزادو راډیکلونو څخه خوندي ساتي او اوسپنه یې د وینې هیموګلوبین زیاتوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button