نړیوال خبرونه

هغه (۱۰۲) کلنه میرمن چې له مړینې څو شېبې وړاندې یې کلمه طیبه وویله

پر ټولنیزو رسنیو داسې ډېر ویډیوګانې خپرېږي، چې په هغې کې ځینې داسې مطالب او معلومات وي، چې په اورېدو یې د چا باور نه راځي او حیرانېږي. دا ځل د یوې داسې زړې ښځې په اړه معلوماتو درکوو، چې په دې وروستیو کې یې ویډیو خپره شوې.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډیو کې لیدل کیږي چې یوه کمزورې بوډۍ ښځه پکې وي او داسې ښکاري لکه وېده چې وي، دا ښځه انګریزه بریښي او د عیسویت پیروانه ده، ځکه چې په وروستیو کې مني چې عیسی علیه السلام د الله تعالی پیغمبر دی.

خو په ویډیو کې دغه بوډۍ ښځې د خپل ژوند وروستۍ څو شېبې تېرې کړې، یعنې په دې نړۍ کې یې یوازې څو شېبې وې، چې همدا فکر هم موږ وېرولی شي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د ویډیو د پردې تر شا یو سړی دې بوډۍ ښځه ته د اسلام قبلولو وایي او د همدې لپاره چې هغه مسلمانه شي، کلیمه ورته وایي.

نور یی ولوله | د علماءِ هند ګوند مسکان ته د (۵۰۰) زره روپیو جایزې د ورکړې اعلان وکړ

په داسې حال کې چې د کلیمې سره یې په انګلیسي ژبه ورته ژباړه هم وایي، که څه هم دا ویډیو د ۲۰۲۰ کال ده، خو لاهم په ټولنیزو رسنیو کې ویرل کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button