نړیوال خبرونه

هلمندیان: د جګړې دواړه لورې دې سولې ته هڅې وکړي

هلمندیان: د جګړې دواړه لورې دې سولې ته هڅې وکړي په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو، د هلمند ولایتي چارواکو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د هلمند ولایت ښاریانود یوې لویې غونډې کې د جګړې له دواړو لوریوغوښتنه کړې چې سولې ته دې دواړه لورې هڅې زیاتې کړي،

دغه غونډه کې د مشرانو جرګي وکیل او د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي، د دغه ولایت د خلکو ته د حقونو پر ورکړې او دفاع ټیګار وکړ او د جګړې پر دواړو لوریو یې غږ وکړ، چې د سولې په لار کې پراته خنډونه دې ختم کړي او بین الافغاني مزاکرات دې پیل کړي هغهوویل د سولې لپاره دې کوششونه نور هم باید ګړندي شي، هغه د هېواد پر ټولو قومونو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې سره منسجم شي او یواتفاق دې وکړي،

الکوزي پردلت هم غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې دې هلمندیانو ته وظيفې هم ورکړل شي.د دغه غونډې ګډونوالو د خبرو پر مهال پر جمهورریس غني غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې د مشورتي لویې جرګې پر ټولو فیصلو عمل وکړي او د هلمند خلک به د سر په بدله د سولې غوښتږنکي دي او د سولې لپاره له ټولو مثبتو اقداماتو ملاتړي دي هغه دا هم وویل چې هلمندانو دسولې لپاره قربانیانې ورکړي دي باید د دوي قربانیو قدرداني وشي،

د دغه ولایت خلک وايي د هېواد په لسیزو جګړو کې د هلمند خلکو خورا ډېره قرباني ورکړې او اوس یې وخت دی، چې هلمندیانو ته یې قانوني حقونه ورکړل شي.غونډه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د هلمند ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به له ولسمشر سره د حل په موخه شریکې کړي او تاسو ته به د یو نتیجې سره بېرته رجوع کوم

نوموړي وویل د سولې لپاره د دوولت دریځ روښانه دی، د سولې لپاره د طالب زندانیانو خوشې کول د ولسمشر په واک کې دي خو خوشې کول به یې لږ وخت اخلي هغه وویل چې اوس وخت کې باید له صبر نه کار واخیستل شي او ډېر په دقت سره د سولې خبرې مخې ته لاړ شي، نوموړي زیاته کړه که خدای نه خواسته موږ یو داسې سولې ته ورېږو چې یو بل جنګ پیل وشي دا به بیا ټولو خواو ته ډېر غټ نقصان وکړي او افغانستان به بیا د بد بختیو نه ډک کړي،

هلمندیان: د جګړې دواړه لورې دې سولې ته هڅې وکړي
هلمندیان: د جګړې دواړه لورې دې سولې ته هڅې وکړي

د هلمند خلک داسې مهال د سولې په موخه سره را غونډشوي چې د سولې خبرې له یوې نېټې بلې ته بیا ځنډیږي او د سولې د خبرو پر وړاندې لا هم بازې مشکلات موجود دي ، خو افغان دولت وایي دوی ټول خنډوده لېرې کړي او طالبان دې خبرو ته راسره کیني ، د دواړو لوریو له خوا تر ټولو ستر شرط د بندیانو ازادول دي چې اوس د بندیانو د ازادولو پروسه ځنډ سره مخ شوې ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button